ترکیه په افغانستان کې ۵ میلیونه ډالره پانګونه کوي

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،وری۲۷مه) ترکیې هېواد ژمنه کړې چې د افغانستان د پوهنې په برخه کې پنځه میلیونه ډالره پانګونه کوي.
 
د ترکي مسوولینو ویلي، چې دا پيسې به ډېری په افغانستان کې د هغو نجونو د تعلیم په برخه کې ولګوي چې له تعلیمه بې برخې پاتې دي.
 
په ترکیه کې تیره ورځ ددې هېواد پوهنې مسوول مجیب الداغ ټي.ار.ټي ټلوېزیون ته ویلي چې سږ کال به په افغانستان کې د ځینو ښوونځیو د ظرفیت په لوړولو کې مرسته وکړي.
 
ویل شوي، چې له ترکیې د ۱۲۰ روزل شوېو ښوونکو په راوړلو سره هڅه وکړي چې د افغان نجونو د ښه تعلیم زمینه برابره کړي.