ستړې

ښځې وټوخل، تر ګونځې ټکري راوتلی لاس یې پر تشي کېښود، پورته یې وکتل، ټوخی یې زیات شو؛ کړخه- کړخه...

ببر سري ځوان شاته راوکتل، پر غاړه کې پروت ځنځیر یې د لمر وروستیو وړانګو ته وځلېد، سترګې یې چوغې کړې، په ډېره غوسه یې پلنې شونډې پرانیستې:

ـــ تیز بیا!
ـــ بوډۍ سر ښکته کړ، د سینې دربا یې ډېره شوه، ډنګر لاس یې خولې ته کړ، یو قدم مخکې شوه؛ خو نور یې د تللو توان نه لاره، ځوان ته یې وکتل:

ـــ در پایم دیګه شیمه نمانده، یګ موتره بګی....
ځوان چاغې ګوتې پر ببرو وېښتو کې تېرې کړې، د بوټ تلی یې پر سېمنټي ځمکه کش کړ، په ډېره غوسه یې وویل:
 
ــــ چرا مه رفته می توانم، تو نه می توانی!!! له دې سره یې د عمر خوړلې ښځې په لور ور منډه کړه....
 
د مازدیګر لمر په لوېدو و، ځوان په ډېره غوسه، د درېیمې‌کارتې په پراخه کوڅو کې ستړې بوډۍ تر لاس کشوله....

پای