سوریه پر کوم لور درومي؟

په عربي نړۍ کې د عربو پسرلي په راتګ سره د عربي نړۍ اکثره شاهي نظامونه را وپرزېدل. لېبیا کې د معمر القذافي حکومت نسکور شو او د نوموړي واکمني د مرګ په بیه تمامه شوه. مصر کې حسن مبارک د ۳۰ کلنې واکمنۍ لاس په سر شو ، پر ځای یې اخوانیانو ټاکنې وګټلې او اخوان ګوند ته خپل دفاع وزیر فتاح السیسي سر درد شو چې بلاخره د اخوانیانو سیاسي ټغر یې ټول کړ. سوډان په جنوبي او شمالي برخو تجزیه شو. د عربو جګړو زور واخیست او لمبې د سوریې هیواد ته ورسیدې.

سوریه چې د عربي نړۍ له ستراتیژک موقیعت برخمنه ده، د تیلو پراخې زیرمې لري او د سوړ جنګ پر مهال د دوو بلاکونو د ایډیالوژیو د تقابل ثقل مرکز پاتې شوی وه، د بشارالاسد د سرتمبۍ له وجهې د کیمیاوي وسلو د استعمال تر سرحده ورسیده. اسد ته د سوریې میراثي مشري د خپل پلار حفیظ الاسد څخه پاتې وه او په ۲۰۰۰ م کال کې یې د سوریې واک واګې په لاس کې واخیستې. بشار الاسد د مذهبي نظریې له مخې راډیکال علوي شیعه دی. علویان د شیعه مذهبو په مذهبي سیکټاریسټي محور کې تر ټولو سخت دریځه ایډیالیستان دي. دوي د لمړي امام نظریه پر مخ وړي او علي ابن ابي طالب ته د لومړي خلیفه په سترګه ګوري. د بشارالاسد کورنۍ نظریه کمونیستي نظریه ده.د نن څخه اوه دیرش کاله مخکې د بشارالاسد پلار حفیظ الاسد د پخواني شوروي اتحاد سره د Common Defense ( ګډې دفاع) نظامي تړون لاسلیک کړ او هماغه مهال د بشارلاسد کورنۍ سیاسي ایډیالوژي کمونیستي بلاک ته واړوله.

د عربو پسرلي په بهیر کې سوریه په ۲۰۱۱ م کال کې ورګډه شوه. د اسد رژیم پر ضد دیری سوریایان را پورته شول او اسد د رژيم د خاتمې غوښتنه یې کوله. بشارالاسد د خپل ټول ډیکټاټوري قوت په استعمال سره هغه مهال د سوریایانو او په ځانګړي ډول سنیانو وژنه د خپل ځان پر وړاندې دفاع وبلله. په داسې حال کې چې د سوریې ۶۹٪ وګړي سنیان جوړوي او ۱۰٪ علویان جوړوي. د سوریې بحران کې د اسد عمده هدف د سنیانو وژنه وه چې له ۲۰۱۱ کال راپدیخوا تر دې دمه اوه لکو زیات سوریایان وژل شوی. د سوریې جګړې هغه مهال زور واخیست چې روسیه د اوکراین کړکیچ څخه فارغه شوه او د امریکا پر وړاندې یې خپله ایډیالوژیکه جګړه سوریې ته کش کړه. په ۲۰۱۵ م کال کې اسد د رسمي غوښتنې په توګه له روسیې وغوښتل چې د داعش او بیلتون غوښتونکو د ځپلو لپاره سوریې ته پوځونه واستوي. روسیې خپل هوایی او ځمکنی پوځ د سوریې رقې، خمیم هوایی آیر بیس او حلف ښار ته واستول او د داعش پر وړاندې یې د جګړې په موخه د سوريې مهمې سیمې بمبارد کړې. روسیه د سوریې سره خپله ملګرتیا د پخواني قرارداد له مخې د مشترکې دفاع په توګه تعریفوي. روسیه د سوریې حاکم شخص اسد سره کلکه ایډیالوژیکه ملګرتیا پالي او پوټین د امریکا او غربي نړۍ د ایدیالوژیکې ماتې له پاره سوریه د ثقل مرکز بولي. د سوریې او روسیې ګډ تفاهم له مخې امریکا + ناټو غړیو هیوادونو د سوریې رژیم خلاف دریځ غوره کړ او د هوایی عملیاتو لار یې غوره وګڼله ګویا اسد په سوریه کې ملکي خلک وژني. د سوریې جګړه اوس د خپلواکۍ او د نظام د چپه کولو له اړخه خپله معنا په بشپړ ډول بده کړې او اوس د امریکا ، روسیې، ایران او عربي نړۍ د جګړې په ډګر اوښتې. عربستان او څلور نور عرب محافظه کار هیوادونو قطر ، کویټ ، بحرین او متحده عربي اماراتو د امریکا ، برتانیا او فرانسې څخه په پراخه پیمانه نظامي او جنګي تجهیزات و پیرل او د سوريې جګړه کې دخیل شول. په ۲۰۱۵ م کال کې هغه مهال چې عربستان په سوریه کې د داعش او بیلتون غوښتونکو پر وړاندې د جګړې ایتلاف مشري پر غاړه واخیسته، ورځنی لګښت یې تر ۱۸۰ میلونه ډالرو رسیده. قطر ، کویټ متحده عربي اماراتو او بحرین په ترتیب سره د سوریې جګړې ته ورداخل شول او د اسد رژیم خلاف یې هوایی بمبارد وکړ. سوریه د پنځه محافظه کارو عربي هیوادونو غوښتنې سره سم په ۲۰۱۱ م کال کې د اسلامي غړیو هیوادونو کنفرانس ( OIC ) سازمان څخه په جزایی شکل اخراج شوه او د سوریې سره یې هر رنګ اړیکې پریکړې. عربي نړۍ لمړی سوریه منزوي کړه او بیا یې د امریکا او غربي هیوادونو په خوله کې واچوله تر څو یې د روسیې سره په جګړه کې قرباني کړي. دا چې سوریه ولې د جګړو په معاصر تاریخ کې تر ټولو خونړي حالت ته واوښته او دا جګړه په کوم لور درومي لاندې نقاطو ته اشار کوو.

۱ـ په سوریه کې د جګړې داخلي پوتانشیل موجودیت : سوریه د عربو پسرلي پخوا د جګړې له پراخه پوتانشیله برخمنه وه. د سوریې په اطرافو کې د نصر جبهه چې په ایډیالوژیکی لحاظ د نړیوال جهاد مفکوره لري، شتون درلود. د القاعده شبکې ځالې او مرکزونه چې بعضې وختونه حتی د نصر جبهې سره په جګړه اوښتې وې شتون درلود. په سوریه کې د ډیموکراټیک پوځي قوت موجودیت چې د حکومت نظامي چوکاټ یې بیرون د بشارالاسد د رژیم ساتنه کوله او د اکثریت سنیانو په وژنه تورن پوځي قوت دی ، د سوریې کورنۍ جګړې ته لاره هواره کړه. د بشارالاسد د پلار حفیظ الاسد واک ته رسیدو سره سم په ۱۹۷۱ م کال کې د اسدي رژیم پر وړاندې د بیلتون غوښتونکو غورځنګ په جګړه یزه مبارزه لاس پورې کړ چې د سوریې کورنۍ جګړو کې د نوموړي حرکت پراخه ونډه د سوریې اوسني بحران د شدت ګواهي ورکوي. په ۲۰۱۱ کال کې سوریه د عربو پسرلي څپو د داع ( دوله الاسلامیه فی العراق ) حرکت د ش ( شام ) په زیاتولو سره په داعش ( دوله الاسلامیه فی العراق و الشام) باندې بدل کړ.په عربي نړۍ کې د داعش حرکت پخوانی نوم داع وه او د سوریې بحران په پیل سره نوموړی حرکت په داعش تبیدل شو. سوریه کې د داعش شتون د روسیې او امریکا تر منځ د جګړې اصلي نقطه عنوانیدای شي. په سوریه کې د جګړې د پوتانشیل موجودیت د سوریې د بحران اصلي زیږنده تعریفولی شو.
 
۲ـ د سوریې ډیکټاوري رژیم عقدوي چلند: سوریه په نسبتي اکثریت سره سني مذهبه ټولنه ده. د سوریې د ټول نفوس ۶۹ ٪ وګړي سني عربي سوریایی وګړي دي او ۱۰٪ علوي شیعه مذهبي جوړوي. حفیظ الاسد په ۱۹۷۱ م کال کې د سوریې واګې په لاس کې واخیستې او اکثریت سني مذهبه پر وړاندې یې عقدوي سیاست غوره کړ. په اغلب ګمان د اسد رژیم عقدوي چلند سنیانو پر وړاندې د ایران په خوښه ترسره کیده او کیږي. ایران په سیمه کې د اسد رژیم د شیعه ایدیالوژۍ محافظ پارټنر حسابوي. په همدې لحاظ په سوریه کې د بشارلاسد او دده د پلا ر حفیظ الاسد حاکمیت واکمنۍ پر مهال د سوریې اکثریت سنیان له سیاسي حقوقو بې برخې پاتې شول او د اسدي رژیم له خوا د جینو سایډ ( نسل وژنې ) سیاست سره مخ شول. د عربو پسرلي سني سوریایانو ته لاره هواره کړه چې د داعش ا و بیلتون غوښتونکو غورځنګونو سره یو ځای د سوریې رژیم نسکورولو لپاره جګړه ایز فعالیتونه پیل کړي.

۳ـ د سوریې په بحران کې د عربستان رول: عربستان د خپل وهابي عربي مذهبي ایدیالوژۍ له منظره د ایران او په عربي نړۍ کې د شته اهل تشیع حرکتونو سره خپل مخالفت او جګړه مذهبي تګلاره بولي.د ایران او اسد رژیم مذهبي ملګرتیا ددې لامل شوه چې عربي نړۍ په منځني ختیځ کې د شیعه مذهبي ایډیالوژي بلاک جوړیدو خطره محسوس کړه. عربستان د عربي او پر ګرده اسلامي نړۍ حاکمیت د خپل ځان حق بولي او د ایران سره مخالفت د خپل حاکمیت پروړاندې تهدید بولي. نو همدا علت دی چې عربستان د خپلو عربي متحدینو ( قطر ، کویټ ، متحده عربي امارات او بحرین) سره په ملګرتیا سوریه کې بیلتون غوښتونکي سني حرکتونه د اسد رژیم پر وړاندې جګړه ایز فعالیتونو ته تحریکوي چې بلاخره نوموړي بیلتون پاله غورځنګونه د سوریې د بحران اصلي لوبغاړي شول.

۴ـ د سوریې بحران کې د ایران رول: ایران د سوریې اسدي رژیم د خپل قدرت او نفوذ برخه بولي. ایران په سوریه کې دوه قسمه رول لوبوي. لمړی هغه یې د عربي نړۍ پر وړاندې په سوریه کې د خپل ایډیال نظام حمایه کول دي او دویم یې په سوریه کې دخپل نفوذ تظاهر دی. ایران په سوریه کې د روسیې په شان مستقیم نظامي حضور نه لري. ممکن د ایران لپاره دا په لوی خطر بدل شي تر څو په سوریه کې د خپلو پوځونو شتون سره د ګردې عربي نړۍ مقابله ونه کړای شي. اما د سوریې جګړې لپاره ایران دوه جلا جلا جنګي بنسټونه چې د اسد رژیم ساتنې لپاره د افغانستان او پاکستان شیعه ګانو جلب او جذب مسولیت پر غاړه لري رامنځته کړي. د افغانستان څخه فاطمیون نظامي کنډک په ایران کې میشت افغانان او د افغانستان مختلفو نقطو څخه اهل تشیع افغانان جلبوي تر څو د اسد رژیم په ملاتړ یې سوریه کې وجنګوي. د راپورونو له مخې په سوریه کې تر ۱۴۰۰۰ زیات افغانان د اسد رژیم په ملاتړ جګړه کوي . د زینبیون نظامي کنډک پاکستان کې میشت پاکستاني شیعه پاکستاني وګړي ایران د سوریې جګړې ته لیږي. دواړه کنډکونه ( زینبیون او فاطمیون) د ایرن شورای نګهبان مدیریت لاندې فعالیت کوي. قاسم کرماني چې د سوریې په جګړه کې یې د نوموړو نظامي کنډکونو مشري کوله ،په ۲۰۱۷ م کال کې د داعش څخه د حلف ښار پاکولو وروسته تهران ته ستون شو. د سوریې بحران اصلي شددت نقطه په سوریه کې د ایران د نفوذ او قدرت ساتلو تظاهر دی چې عربي نړۍ یې پر وړاندې سوریه کې د جګړې تر لیکو هڅولې.

۵ـ د امریکا او روسیې تقابلي حالت : اوکراین کې د امریکا په مشرۍ غربي هیوادونو او روسیې له مستقیمې نظامي مداخلي یو کال وروسته ، نوموړي هیوادونه په سوریه کې د جګړې په میدان کې ښکیل شول. د نړیوال سیاسي تقابلي حالت له منظره که د اوکراین په جګړه کې روسیه او امریکا یو دبل پر وړاندې جګړه ایز تقابلي حالت ته ښکته شوي نه وه، د سوريې جګړې ممکن دومره زور نه وای اخیستی. روسیه په اوکراین کې د امریکا سره تقابل د خپلې جغرافیا ساتنه بولي او سوریه کې د امریکا سره تقابلي حالت د خپلې ایډیالوژۍ بقا بولي. له بل لوري روسیه د خپل قدرت د بقا په خاطر د اسد رژیم حمایت د خپل ملي امنیت ساتنې لپاره د روسیې مستقل حق بولي. له بل لوري امریکا د خپل سیاسي خصلت له مخې چې باید پر نړۍ د یو قطبي بلاک څښتنه اوسي ، دخپلو اروپایي ملګرو او ناټو تړون سره په مرسته د نړۍ په هره نقطه کې د روسیې د سیاسي نفوذ او قدت مخه ونیسي ، د سوریې جګړه کې د اسد رژیم نسکورول غواړي. ویلی شو چې د امریکا او روسیې تقابلي حالت د سوریې بحران ته شدیده ضربه ورکړه او د نوموړي بحران د اصلي لامل په توګه ثابتیدای شي.
 
پایله
اسد د خپلې سیاسي تندې خړوبولو په خاطر او په سوریه د خپل میراثي واک ساتلو په پار حتی په خپلو اتباعو د کیمیاوي وسلو استعمال دریغ ونه کړ. د اسد رژیم د دوو لویو بلاکونو ( امریکا او روسیې) تر منځ د قدرت توازن ونه شو ساتلی. روسیې د اسد رژیم ته په تشو لافو د اسدي رژیم ساتلو لپاره د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ اما په عمل کې ناکام ثابت شو. په ۲۰۱۷ م کال کې کله چې روسیې خپل قوتونه له سوریې وایستل نو پوتین خپل ځان د امریکا پر وړاندې بریالی حسابوه، اوس چې یو ځل بیا د امریکا په مشرۍ بریتانیا او فرانسې د سوریې د تحقیقاتو مرکزونه بمبار کړل د روسیې د قدرت ساتنې سطحه خپل نهایی زوال ته ورسیده. د امریکا په مشرۍ په سوریه کې د قوي بلاک رامنځته کیدو سره چې بریتانیا ، فرانسه ، کاناډا ، جرمني او عربي هیوادونه په ځانګړي ډول عربستان پکې ځای لري ، په سوریه کې د روسیې او ایران نفوذ او قدرت له زوان سره مخ کړی. ترکیه چې د سوریې په عفرین ښار کې یې درې ځله درندې هوایی بمباري وکړې ، په سیمه کې د روسیې او ترکیې را منځته کیدونکی ایتلاف په شدیده متضرر کړ. روسیه اوس پدې پوهیږي چې ترکیې غوندې هیواد د سوریې رژیم پر وړاندې د امریکا بمباریو ستاینه کوي، نو ځکه یې په سوریه کې محتاطانه حرکت غوره کړی. که سوریه کې د اسد رژیم په واک کې د پاتې هڅه کوي او په پټه توګه د ایران او روسیې همکارۍ ته لاس غځوي، په ښکاره توګه د خپل دولتي نظام سقوط تر څنګ د تجزیې او خپل ملت د تباهۍ کندې ته ټیل وهلو بله معنا نه لري.