
د افغانستان او هند دولتونو لخوا د سلما بند له سترې او ملي پروژې پرانیستنې وروسته څو میاشتی مخکې د ایراني استخباراتو طالب پلوی ډلې يو څو کسیز پلاوي د فراه ولایت په بالابلوک کې د طالب مشرانو سره په پټه ګوری.
له ايراني پلاوي سره په دغه ناسته کې د هرات، نيمروز او فراه ولایتونو لپاره د طالبانو مهم قومندانان ګډون کوي، او د ایراني کړیو لخوا ورته د نظامي او مالي مرستو ډاډ ورکول کيږی خو ورسره خپل شرایط هم وړاندې کوي، چې طالب قومندانان په لاندې تخريبي اهدافو ورسره هوکړه کوي.
لومړی: دا چې طالبان به د غور ولايت شاووخوا سیمو کې جګړې ته شدت ورکړي ترڅو چې ددغې هوکړې او پلان له مخې جګړه تر سلما بند پوری ورسيږي.
دویم: دا چې ايرانی استخباراتی کړۍ او طالب قومندانان پريکړه کوي چې په دغو سيمو کې د نورو نویو ترهګرو ډلو د نفوذ مخه نيسي او هر څومره مالي او نظامي مرسته که اړتيا وی ايرانۍ کړۍ به يې طالبانو ته اماده کوي.
درېيم: دا چې دواړه لوري هوکړه کوي، چې طالبان به په غور، فراه او نیمروز ولایتونو کې د افغانستان حکومت او افغان ځواکونو پر ضد تبلیغاتی او عملي جګړې ته زور ورکړي او نوي طالب جنګیالي خپلو لیکو ته جذبویي او د جګړې پرمهال به د طالب مشرانو د ټپیانو د درملنې زمینه دوی ته د ایران په سرحدي سیمو کې برابریږی.
دواړه لوري پریکړه او هوکړه کوي، چې پر هريرورد د فيروزکوه دپوزليچ بريښنا ملي پروژې مخه نيسي ځکه ددغې پروژې په تطبیق ایران ته زیان رسیږی ، همدا لامل وو چې څو میاشتې وړاندې د ايراني کړیو لخوا غور ولايت کې طالبانو ته د نظامیيتجهیزاتو راکټ، پيکا، کلاشينکوف، بمونو ، او پریمانه مرمیو لومړنۍ مرستو پکيچ رسيږي، او طالبان د ايراني استخباراتی کړۍ سره د کړې ژمنې او پریکړي پراساس د غور په يو شمير سيمو بريدونه شروع کوي.
څو میاشتې مخکې همدغه ډله طالبان په غور ولایت کې دخپلو جګړه ایزو عملياتو پرمهال د افغانستان د خلګو عامه شتمنۍ ښوونځي او روغتونونه سوځوي او په ډير وحشيانه ډول د خپل ایراني طالب فکرو ملګرو په مستقيم مالي او نظامي مرسته، حتی یو شمیر ناروغان او ډاکتران هم له منځه وړي او په ټولنیزو او کورنیو رسنیو او ټلویزیونونو کې د طالبانو لخوا ددغه جنایتونو په اړه مستند راپورونه او ګزارشونه هم نشر شول.