د هیواد مالي سیستم

په افغانستان کې د مالي سیستم په اړه تر اوسه داسې څه نه دي لیکل شوي چې یادونه ترې وشي یوازې د مالیاتو په برخه کې یو څه لیکل شوي دي چې په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د احمدشاه بابا په وخت کې مالي چارو ته پاملرنه وشوه، چې په ۱۱۴۰ ه ش کې د دولتي په چوکاټ کې د همایون اعلا د دیوان په بڼه رامینځته او لومړنی مشر یې سردار عبدالله خان پوپلزی و چې دیوان بیګي یې یادوو.

د وخت په تیریدو سره دا نوم په مستوفيالمالک واوښتو چې واک یې د نننۍ وزیر سره برابر و. مالي چارې به په پلازمینه یا مرکز کې د مستوفیا لمالک او په ولایتونو کې د تحصیلدارانو له خوا سرته رسیدلې.

مستوفیالمالک په خپل ټول ځواک سره د مرکز او د ولایتونو چارې مخ ته وړلې، د ټولو ولایتونو حسابي چارې سره را یو ځای کولې ،څارنه به یې کوله په همدې وخت کې هیواد ته له نورو هیوادونو عواید راتلل بهرنۍ هغه سیمې وې چې د لوی احمد شاه بابا له خوا نیول شوی وې چې په کلني ډول ډیر زیات مالیات راتلل، خو له بده مرغه ددې عوایدو ډيری برخه په جنګونو په لګښت رسیدل.او هغه عواید چې له ولایتونو د مالیې په بڼه راتلل ډير کم ول ځکه د هر ځای مالیه په هماغه ځای کې په لګښت رسیده.د مالیاتو سیستم په ډیرې بڼې لرې په دې مانا چې په ځینې مالیات جبري ول او ځينې اختیاري. د ساري په توګه د بي بي د سرغوړولو په نامه یو ډول مالیه چې د هزاره جاتو خلکو له خوا به د ډالۍ په توګه یو اندازه ژیړ غوړي د شاه دربار ته راوړل کیدل چې دا ورو ورو په مالیاتو تبدیل شول.

مالي مسایل لکه د نورو مسایلو په ډول له سیاسي او ټولنیزو هغو سره اړیکه لري. کله چې په ۱۲۹۸ هـ لمریز کال کې د افغانستان خپلواکې ترلاسه کړه، نو له دې سره د افغانستان یوه نوي دوره پیل شوه، په دې دوره کې سیاسي جوړښت، حکومتې سیستم، ادارې نظام او د بهرنې سیاست بنسټ کېښودل شو. د مالي او اقتصادي وضعې د ښه والي اړوند سمونې پیل شوی. په دې کلونو کې دفاعي او امنیتي جوړښتونه ، د پوهنې او روغتیا عام کېدل، مخابرات او نښلونې، د اوبو او برېښنا جوړونه، د فابریکو بنسټ، د کانونو را ایستل، د سوداګرۍ پراخوالی، د مرکزي بانک او نورو بانکونو جوړېدل او د دولتي او خصوصي تصدیو فعاله کېدل شامل ؤ.خو د مالي سیستم پیل بیا د محمد ظاهر شاه بابا له وخت څخه پیل شو.

د پخوانیو پاچاهانو په وخت کې سود خوړل د اسلامي شرعیت له مخې حرام ګڼل کيده نو په دې لحاظ هیڅ یو بانک ۱۳۱۲ لمریز څخه وړاندې شتون نه درلود. د شاه مالونه په شاهي زیرمه کې ساتل کیدل، خلکو خپلې پانګې پخپله ساتلې په ځینو ښارونو لویو کورنیو امانت خونې جوړې کړې وې چې یوازې پیسې بې له سوده په کې ساتل کیدلې. یو شمیر صرافانو شتون درلود چې ورته به دوزخي سود خور ویل کیدو، په ټولنه کې به د حرام خور په نامه مشهور و.

خو کله چې انګلیسان راغلل یو شمیر هندي صرافانو د افغانستان او هندوستان ترمنځ کړنې ترسره کولای.په هغې وخت کې با ارزښته پیسې اشرف سکه (عربي سره زر)نیکلای نقره (اصل روسي سپین زر) هندي روپی او انګلیسي پونډ ول. چې ددې ډول پیسو تبادله په سوداګري او حج ته د سفر په موخه ترسره کیده. دې صرافانو ډیری وخت د کابل او قندهار کړنې ترسره کولای او حکومت هم د خپلې اړتیا وړ اسعار له همدې ځایه ترلاسه کول. په افغانستان کې د بانکونو له رامنځته کېدو څخه مخکې صرافانو د بانک دنده سرته رسوله چې د هغوي د کړنو طريقه ډېره ساده وه ،هر هغه چا چې له صراف سره د پيسو د راکړې ورکړې معاملې تر سره کولې د خپل سپارل شوي امانت يا د پېسو په بدل کې سند ترلاسه کاوه، چې د دغه سند له مخې مالک کولای شول خپلې پېسې ترلاسه کړي او يا هم يو کس کولای شول چې په يو ښار کې يو تن صراف ته خپلې پيسې ورکړي او سند تر لاسه ، په بل ښار کې د سند له مخې خپلې پيسې ترلاسه کړي چې دغه دنده په کابل ولايت کې د شهزاده سراى صرافانو سرته رسوله. د پيسو د حجم زياتوالی او د سيستم پيچلي کېدو له امله له يو صراف سره د پيسو ساتل ستونزمن شول نو په ډول ټول صرافان سره را ټول او يوه لويه صرافي يې جوړه کړه؛ مامورين يې وټاکل، چې د عامو خلکو د پيسو د استولو په وړاندې يې اجوره اخېستله خو په کال ۱۳۱۱ لمریز کې یو شرکت جوړ شو چې شرکت هاشمي ورته ویل خو له دې وروسته بیا د افغان ملي بانک په کال ۱۳۱۲ ليږدیز کې تاسیس شو.
نور بیا.........