
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،وری۲۶مه) سوریې رسنیو راپور ورکړی، چې په حلب کې د ایران د سپاه پاسدارانو او د دوی د افغان ملېشو په یوه مرکز کې لویه چاودنه شوې ده.
هلته د بشر حقونو څارونکي بنسټ دغه چاودنه تایید کړې ده.
د دغه بنسټ مدیر رامي عبدالرحمن العربیه رسنۍ ته ویلي چې چاودنه ځاني تلفات هم لري.
د ایران فارس رسنۍ هم دغه لویه چاودنه تایید کړې، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.
بل خوا، یوې اسراییلۍ ورځپاڼې، یروشلیم پوسټ لیکلي چې اسراییلي الوتکو د ایراني پوځ یو مرکز بمبار کړی دی.
يه دې اړه د سوریې حکومت رسماً څه نه دي ویلي.