
(روهي ـ ۱۳۹۷لمريز،وری۲۶مه) د امریکا ولسمشر ټرمپ د سوریې حکومت ته ګواښ کړی، چې که بیا کیمیاوي وسلې وکارېدې موږ به برید وکړو.
له دې وړاندې پر روسیې تور و چې تیره اونۍ يې په دوما ښار کیمیاوي وسلې کارولي دي.
د راپورونو له مخې، دا وروسته د سوریي په حکومت پورې شو خو دواړو دا تورونه ردول.
په ملګرو ملتو کې د روسیې استازي وسیلي نبینزیا د پوتین پیغام وړاندې کړ، پوتین په پیغام کې په امریکا او ملګرو تور پورې کړ چې په دوما د کیمیاوي وسلو کارولو په اړه د پلټنو او څیړنو پرته یې په سوریه برید وکړ.
بل خوا په ملګرو ملتو کې د امریکا استازې نکي هیلي برید قانوني وباله او زیاته یې کړه چې ما نن سهار د ټرمپ سره خبرې کړي هغه ویل، که چیرته بیا کیمیاوي وسلې وکاریدلې موږ بیا برید ته تیار یو.