‎د نظام ملاتړ او سیاسي ګوندونه!

‎په ټوله نړۍ کې دا یو معمول دی او خلک ېې هیله او تمه لري چې یو قوي نظام ولري، قوي نظام هغه وخت جوړېږي چې خلک د خپلو ملي افکارو د لارې دا پرېکړه وکړي چې داسې کومه لاره غوره کړو تر څو یو ښه او پياوړی نظام ولرو، هېواد کې سیاسي ګوندونه جوړېږي دا ګوندونه په ټوله نړۍ کې معمول دي. او دا ګوندونه د ولس دسیاسي شعور دلوړلي ولسواکۍ او ملي ګټو دفاع لپاره جوړیږي او د هر هېواد خلک په یو ‌‌‌‌‌‌ډول نه په یو ‌‌‌‌‌‌ډول دې ګوندونو سره یو ځای کېږي تر څو د همدې ګوندونو د لارې د خپل هېواد نظام د پياوړتیا او ساتلو د پاره مشران وټاکي، معوملآ د ګوندونو مشران هم داسې شعارونه ورکوي چې موږ ‌د خپل نظام پياوړتیا د غواړو ، یعنې په ټوله کې که نورې نړې ته وګورو هره سیاسي مبارزه زه یۍ دا وي چې پياوړی نظام ولري، او ملي ګټې یې خوندي پاتې شي. همدا ده چې د نړې هر پرمختللي هېواد چې کله خپله آزادي په ‌‌‌‌‌‌ډېرو سختو مبارزو تر لاسه کړې زر یې پرمختګ کړی ، علت یې هم دا دی چې د هېواد وګړو یې ، سیاسي مشرانو یې ټولو د یوه پرمختللي هېواد دپاره کار او مبارزه کړې ، چې اوس هم ښه سیاسي نظام ، هم په هر لحاظ ښه پرمختګونه کړي دي.

‎دنړیوالې لومړۍ جګړې وروسته آلمان او سیاسي ګوندونه:
‎له لومړۍ نړيوالې جگړې وروسته المان ډېر لوى قرض پر اوږو درلودو او په ميليونونو خلک يې بې كاره وو. په ۱۹۱۹ كې هټلر د جرمنيانو كارگر گوند ته ننوت. په ۱۹۲۰ كې دا گوند د المان د ملي سوسيالست كارگر يا (نازي) په نامه مشهور شو او خپل لومړى پروگرام يې خپور كړ چې (۲۵ نومرې) نومېدو.

‎په پروگرام كې نازيانو په المان غږ كړى و چې د يوه ملت په توگه سره متحد شي، يو قوي مركزي حكومت رامنځ ته كړي او د وارسا تړون لغو كړي.

‎په ۱۹۲۱ كې هټلر د نازي گوند مشر وټاكل شو او ډېر زيات خلک يې غړي شول. دا ټول د هټلر د خبرو اغېز و چې په وينا كې يې خاص مهارت درلود. هټلر يوه ډله پوځيان د نازي گوند لپاره جوړ كړل چې د توفان جنگيالي نومېدل او خړې جامې يې درلودې، هغوى د دې لپاره رامنځ ته شول چې د هغو ډلو سره جگړه وكړي چې د نازي گوند د لاريونونو او ويناوو مخه نيسي.

‎د ۱۹۲۳ د نوومبر په ۹ مه هټلر له ۲۰۰۰ څخه زيات توفاني جنگيالي د وقت پر (بوواريان) حكومت ور مارش كړل او غوښتل يې د مونيخ حكومت را نسكور كړي. د نوموړي دا كودتا ناكامه شوه، هټلر ونيول شو او د پينځو كالو بند پرې وخوت. په زندان كې نوموړي يو كتاب وليكلو چې (زما مبارزه - Mein Kampf) نوم يې پرې كېښود.
‎په نوموړي كتاب كې ده د المان د راتلونكې لپاره خپل پلانونه بيان كړل، ده يوازې ۹ مياشتې په زندان كې تېرې كړې او خوشى شو او د نازي گوند په بياجوړولو يې پيل وكړ.

‎دى پوه شوى و چې د قدرت تر لاسه كولو لپاره له زور او جگړې څخه نه بلكې له قانوني لارې كار واخيستل شي، نوموړي يو شخصي ساتونكى درلود چې شوت ستافل (د ځينو مورخينو په نظر دا هماغه كس دى، چې له ځان وژنې وروسته يې د هټلر مړى سوځولى و) نومېده.

‎په ۱۹۲۹ كې نازي يو وړوكى او بې خونده سياسي گوند و. په همدې كال د وال سټريټ نښتې او پخوانيو عقدو هټلر او نازي گوند ته د قدرت واگې په لاس كې وركړې.

‎هټلر د يهودانو او كمونستانو پر خلاف غږ پورته كړ او دواړه يې د المان لويې ستونزې وبللې. نوموړي ژمنه وكړه چې المان به له يهودانو او كمونستانو خلاصوي او د اروپا الماني ژبه ويوونكي به سره يو كوي.

‎زموږ په هېوا. افغانستان کې سیاسي ګوندونو تر اوسه کومه ښه پایله ځکه نلرله ، تر اوس هېڅ داسې سیاسي ګون‌‌‌‌‌‌ډ ندی جوړ شوی چې لومړنی شعار یې دا وي چې باید ملي ګټو ته کار وکړو، چون دلته ملي ګټی تر شخصي ګټو قربان شوي دي ، هېواد چې د مور حیثیت لري، د څېړنو په اساس ممکن افغانستان لومړنی هېواد وي چې ساسي ګون‌‌‌‌‌‌ډونو ‌‌‌‌‌‌ډېر او فعالیتونه یې نظام ضده دي.

‎پاکستان چې په نړۍ کې د ترهګرو ځاله بلل کېږي، د افغانستان او سیمې هۍوادونو د پاره په بې ثبانۍ لګیا دی ، په خپل وجود کې ترهګر روزي خو که چېرې خبره بیا د ملي ګټو شي د خپل هېواد د ملي ګټو په دفاع کې ټول یوه خوله دي.

‎ولې لازمه ده چې سیاسي ګوندونه په هېواد کې په خپلواکه توګه کار او فعالیت ولري، خو فعالیت یې باید ملي ګټو ته تاوان ونه رسوي.

‎سیاسي ګوندونه د یوه هېواد د پرمختګ لپاره ‎ګټور بلل کېږي، ځکه دا یو ډیموکراټیک اصل دی.

د ‎فیفا د څېړنې پر بنسټ په افغانستان کې برعکس د اوسنيو سياسي ګوندونو شتون په پارلمان، حکومت او ټاکنو کې د فساد د زياتوالي سبب شوي دي.


که چېرې په افغانستان کې سیاسي ګوند د ‎خلکو د ارمانونو مطابق حرکت ولري، د حکومت کړنې وڅاري له ښو کړنو یې تقدیر وکړي، او منفي کړنې یې حکومتي مشرانو ته ور په ګوته کړي یو به د ستونزو حل ته لارې پيدا شي ، بل به د ولس او حکومت تر منځ باورنه زیاد شي، او سیاسي ګوندونو ته هم دا زمینه جوړېږي چې راتلونکو ټاکنو ته داسې شخص نوماند کړي چې ولس د پاره د منلو وړ وي او ولس یې تر څنګ ودرېږي، دلته ده چې موږ د ‌‌‌‌‌‌ډیموکراټيکو د ټولو اصولو د مراعات کولو تر څنګ یو قوي نظام ولرو.
 
‎په هېواد کې مو که چېرې سیاسي احزاب د افغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کې فعالیتونه ولري ګټه
یې زیاده ده زموږ د اساسي قانون په ‎پنځه دېرشمه ماده کې واضع لیکل شوې چې د افغانستان اتباع حق لري چې د خپلو مادي او يا معنوي غوښتنو د تاْمين لپاره ، د قانون له حكمونو سره سم ټولنې جوړې كړي. د افغانستان اتباع حق لري د قانون له حكمونو سره سم، سياسي ګوندونه جوړ كړي، په دې شرط چې:

1. د ګوند تګلاره او كړنلاره د اسلام د سپېڅلي دين د احكامو او په دې اساسي قانون كې د راغلو نصوصو او ارزښتونو مخالف نه وي.

2. د ګوند تشكيلات او مالي سرچينې څرګندې وي.

3. نظامي او شبه نظامى تشكيلات او هـدفونه ونه لري.

4. له بهرنيو سياسي ګوندونو يا نورو بهرنيو منابعو سره تړلى نه وي. د قوم، سيمې، ژبې او مذهب پربنسټ د ګوند جوړول او فعاليت كول، جواز نه لري. هغه جمعيت او ګوند چې د قانون له حكمونو سره سم جوړېږي. د قانوني موجباتو او باصلاحيتې محكمې له حكمه پرته نه منحل كېږي.

شپږ دېرشمه ماده د افغانستان اتباع حق لري چې د خپلو روا او سوله ييزو غوښتنود تاْمين لپاره، له قانون سره سم، بې له وسلې غونډې او مظاهرې وكړي.

‎په دې هیله چې موږ راتونکي کې د ژوند او نظام چارې په مستقله توګه پر مخ یوسو.