‎هېواد مو په تشدد نه جوړېږي!


‎کلونه تېر شول ولې هېواد کې مو ملي ثبات نه ټينګېږي، دا ځکه ! موږ د افغانستان له تاسیس څخه او بیا تر ننه پورې ، مو ملي یووالی ونشو ساتلی ، موږ د پردیو په لمسون تل یو د بل په وړاندې د تاوتریخوالي لاره غوره کړې ده موږ خپل حقوق د تشدد د لارې غوښتی چې تر ننه پورې یو هم خپلو حقوقو ته ونه رسېدو،
‎کله چې موږ د فخر افغان خان عبدالغفار خان ژوند ولولو ، هغه د ملي ثبات یا سولې د پاره تل د عدم تشدد لارې چارې لټولې هغه لارې چې نه وینه تویې شي، نه بېلوالی راشي خو افغانان خپلو حقونو ته ورسېږي چې هغه سوله او ملي ثبات وه.

‎د خان عبدالغفار خان مبارزه چې پر نه تاوتریخوالي یا د عدم تشدد پر بنسټ ولاړه وه، نن د ډېرو مبارزو وګړو لاره ده او روانو غورځنګونو ته د خپلو حقونو ترلاسه کولو په موخه د خان عبدالغفار خان او مهاتما ګاندي په څېر د مبارزې وړاندیز کوي څو سیمه، نړۍ او د نړۍ وګړي د ترهګرۍ، وژنو، وینې تویولو او تاوتریخوالي له خونړیو څپو خوندي وي.

‎دا وخت هغه ندی چې موږ سوله د تشدد په لاره کې ولټوو، ځکه د افغانستان اږودې جګړې موږ ته دا وښودله چې په جګړه کې سوله نشو ګټل
‎ګاندي خپل ولس او نړۍ ته څه وايي!!!!
‎ګاندي د خپلې مبارزې د ټاكل شوو بنسټيزو اصولو په عملي كولو سره هېڅكله د منطق له لارې نه دی وتلی. ګاندي په ۱۹۴۰ز كال كې هغه مهال چې پر برېټانيا د جرمني ځواكونو يرغل حتمي ښكارېده، نو د بريټانيا وګړو ته يې د سولې، عدم تشدد او جګړې په هكله داسې پيغام ولېږه: دا خبره مې ډېره خوښېږي چې وسله پر ځمكه كېږدئ؛ ځكه چې وسله ستاسو د ځان، مال او انسانيت د ساتنې لپاره مرسته نه شي كولی. د وسلې پورته كولو په صورت كې تاسو هيټلر او موسوليني ته بلنه وركوئ چې ستاسو هېواد ته دننه شي او ستاسو ثروت چور كړي. خو كه چېرې دغه ښاغلي تصميم ونيسي چې ستاسو هېواد اشغال كړي، نو هغوی به بېرته وشړئ. كه چېرې يې تاسو په دې بې طرفۍ كې پرې نه ښودئ، نو هغه مهال به ستاسو نر، ښځه، ماشوم او لوی له هېواد څخه دفاع وكړي او هغوی ته به اجازه ورنه كړي چې خپلو موخو ته ورسېږي.

‎افغانستان د ټولو ګ‌‌‌‌‌‌ډ کور دی ، خو تر اوسه هیچا هم دا درک نه کړله چې دښمن د پاره ددې کور د نابودۍ د پاره هېڅ څيز مهم ندی . دښمن صر د افغانستان نابوده کول غواړي، تجربو وښودله چې بې ثباتۍ ، اوږدې جګړې زموږ د هېواد هره شتمني نابوده کړله ، په زرګونه افغانان یې تر خاورو لاندې کړل ، میلیونونه افغانان یې د فقر ، غم ، بېکسۍ، ټغر ته ورسول، که چېرې وګورو دا تېر شوی ناورین زموږ د پاره یو ښه درس دی ، چې ټول یو د بل په وړاندې زغم ولرو ، یو بل ته لاس ورکړو ، ښځه ، نر ، سپينږیری، او ځوان پرته له دې چې ووایو څوک یو ؟په کوم قوم پورې اړه لرو ؟ ددهېواد د مبارزې د پاره حرکت وکړو ، د خپلو موجوده مشرانو تر شاه ودرېږو د هغو د ملي مبارزو ملاتړ وکړو ، یو خو به مو له لاسه وتلې شتمنۍ بېرته تر لاسه شي، بل به مو ملي ثبات هېواد کې ټينګ شي، فقر به مو له هېواده ورک شي، سوله ییز ژوند به ولرو.
‎د یوه باثباته افغانستان په هیله