
روهي (نۍ/۲۵ د وري)، په ملګرو ملتونو کې د امريکا متحدو ايالتونو دايمي استازې نیکي هیلې د ياد سازمان امنيت شورا ته ويلي، چې که چېرې د بشارالاسد رژيم په سوريه کې کيمياوي وسلې بيا وکاروي، نو امريکا د دويم ځل بريدونه لپاره ورته تياري لري.
نوموړې د امنيت شورا ته ويلي، چې د بشارالاسد رژيم ته د ټرمپ د ادارې حوصله او د خبرو وخت تېره شپه پای ته ورسو، چې په پايله کې يې، د انګلستان او فرانسې په ملاتړ په سوريې هوايي بريدونه تر سره کړل.
نیکي هیلې ادعا کړي، چې دبشارالاسد رژيم د نړيوالو قوانينو په خلاف سرې کرښې ماتې کړي، هغه کرښې چې ولسمشر ټرمپ يې په نړۍ کې ساتي.
نوموړې په روسيې هم تور پورې کړ، چې په سوريه کې د بشارالاسد د رژيم ملاتړ کوي، کوم رژيم چې په ملکي خلکو کيمياوي وسلې استعمالوي.
نن سهار شااوخوا څلور بجې د امريکا په مشرۍ بريتانيا او فرانسې د سوريې په پوځي تاسيساتو هوايي بريدونه وکړل، چې د ايران او روسيې سخت غندونکي غبرګونه يې راپورته کړل.