رجب طیب اردوغان په سوريې د لوديځې نړۍ د هوايي بريدونو هرکلی او ملاتړ کړی

روهي (نۍ/۲۵ د وري)، د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان په سوريې باندې د امريکا، بريتانيا او فرانسې د نننيو هوايي بريدونو ملاتړ کړی او ويلي دي، چې د دغه بريدونه کولی شي، چې په سوريه کې د بشار الاسد رژيم ته پيغام ورسوي، چې د ظلم څخه لاس پر سر شي.

د رويټرز د خبر له مخې اردوغان ويلي، "په سوريې باندې د امريکا، بريتانيا او فرانسي د نۍ ورځې هوايي بريدونه د بشارالاسد رژيم ته دا پيغام ورکوي، چې په سوريه کې د نوموړي له خوا عامه وژنه او ظلم به بې ځوابه پاتې نشي."

اردوغان د نننو بريدونو په اړه ويلي، چې دغه بريدونه د لويدځې نړۍ له خوا بايد له وړاندې تر سره شوي وای، ترڅو د سوريې د بې ګناه ملکي کسانو د وژنې بدل اخېستل شوی او د دوی غږ اورېدل شوی وای.

ترکيه له امريکا سره ترېنګلې سياسي اړيکې لري، او تېره اونۍ ولسمشر پوتين، او د ايران ولسمشر حسن روحاني هم په ترکيه د اردوغان مېلمانه وو، خو بيا هم د دوی د توقع خلاف اردوغان د نننيو بريدونو ملاتړ او هرکلی کړی، کوم چې روسيې او ايران په کلکه غندلې دي.