
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،وری۲۵مه) راپورونو له مخې، د مصر په سینا پوځي اډه کې ۱۴ کسانو چې غوښتل یې برید ترسره کړي د پوځیانو له خوا وژل شوي دي.
دغو بریدګرو غوښتل چې له پوځي اډې توغندي غلا کړي.
د مصر پوځ هلته د ۲۷ کسانو وژنه منلې ده.
د مصري پوځیانو له لورې په نورو سیمو کې چې حکومت یې تکفیریان بولي پټ ځایونو څخه ۱۵ عراده موټر، ۴۳ موټر سایکلونه، ډول ډول وسلې او چاودیدونکي توکي په کې و ونیول شول.
د مخالفینو سره د مخدره موادو زیرمي هم وی، په سور سمندرګي کې یې له څو کښتیو ۱۳۵۰ کیلو ګرامه هیروین هم نیولي.