له ۱۳۰۰ څخه زياتو (رابرټونو) په نڅا کې نړيوال رېکارد جوړ کړ

روهي (نۍ/۲۵ د وري)، د ايټاليا په روم کې د TIM S.p.A شرکت له خوا د رابرټونو د نڅا سيالي په لاره اچول شوې وه، چې له ۱۳۰۰ رابرټونو په کې ګډون کړی او د نڅا نړيوال رېکارډ يې خپل کړ.

دغه رابرټونو چې د ازميښتي نڅا او د نړيوال رېکارډ د جوړلو په موخه راوړل شوي، د نړيوال رېکارډونو ادارې مسوولينو د ګينس په کتاب کې يې نوم ثبت کړ او د ۲۰۱۷ ز کال نړيوال رېکارډ يې مات کړ.

دغه ۱۳۰۰ رابرټونو په عينې وخت کې په پرله پسې ډول د يو څو ساعتونو لپاره ډانس وکړ او په دې سره يې د ډېري لېدونکو توجه راجلب کړه.

د ټېکنالوژۍ پر وړاندې تګ سره، د نورو پرمختګونو په څنګ کې، د ورځينيو چارو په بيلا بيلو برخو کې رابرټونه هم اغېزمن رول لري.

په نننۍ دور له رابرټونو څخه تر ډېره په پوځي چارو، طبي برخه او په سترو صعنتي شرکتونو کې ګټه اخېستل کيږي.