
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،وری۲۵مه) د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین ویلي، چې پر سوریې د امریکا برید له ټولو نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی.
نوموړي د امریکا دغه کړنه په سوریه کې بشري ناورین ګڼلی دی.
پوتین زیاته کړې، چې امریکا په ښکاره توګه، د سوریې پر حریم تېری کړی دی.
پوتین دغه عمل غندلی او ویلي یې دي، چې نړیواله ټولنه باید د امریکا ددغه راز کړنو مخه ونیسي.