
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،وری۲۵مه) د ملګرو ملتونو سازمان مشر انتونیو ګوتریش ویلي، چې ښکېلې خواوې باید په سوریه کې له زغم کار واخلي.
د هغه په خبره دغه مسئله باید په پوره حوصله او د خبرو له لارې حل شي.
امریکا، برېتانیا او فرانسې نن سهار په حمص، دمشق او حماه بریدونه وکړل.
د رسنیزو راپورونو له مخې،له ۱۰۰ تر ۱۲۰ پورې توغندي د امریکا له لوري پر دغه ښارونو توغول شوي دي.
د سوریې رسنیو ویلي، چې دوی ۱۵ توغندي دفع کړي دي.