
روهي (نۍ/۲۵ د وري)، د امريکا، انګلستان او فرانسې هوايي ځواکونو نن سهار وختي د سوريې د پوځ په يو شمېر کيمياوي مرکزونو باندې بريدونه کړي.
ولسمشر ټرمپ نن سهار په سوريې باندې د امريکا او ملاتړو هېوادونو د هوايي بريدونو اعلان وکړ ، له ايران او روسيې څخه غوښتنه وکړه، چې په سوريه کې د بشار اسد د رژيم له ملاتړ څخه لاس واخلي.
سرچينو ويلي، چې له بريد وړاندې امرکايي پوځي مشرانو اسرائيلو ته هم د بريد د وخت او ډول په اړه مالومات ورکړي وو او اسرائيلو هم د امريکا د يادو برېدونو ملاتړ کړی.
د ناټو عمومي مشني هم ويلي، چې د امريکا، انګلستان او فرانسې له خوا د سوريې په کيمياوي مرکزونو باندې د بريدونو ملاتړ کوي او په دې برخه کې ورسره همکار دي.
له بلې خوا، د بشار اشد رژيم، د سوريې د حکومت د اپوزېسيون مشر او روسيې چارواکو د ا امريکا او ملګرو هېواودنو له خوا يې، پر سوريې د نننيو بريدونو په اړه منفي غبرګونونه ښودلې دي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزير ويلي، "په سوريې په داسې يو وخت کې بريد شوی، چې دغه هېواد په تازه ډول له جګړې څخه را بهر کيږي او د يوې روښانه سولې په لور روان دی."
همدا ډول د سوريې د اپوزېسيون مشر حريري په سوريې ننني بريدونه غندلي او زياتوي چې په برېدونو کې ملکي وګړي په نښه شوي دي.
د سوريې دولتي رسنيو ويلي، چې د امريکا، انګلستان او فرانسې له خوا په سوريې بريدونه د نړيوالو قوانينو سره په ټکر دي او د سوريې غېرې کيمياوي تاسيسات په نښه شوې دي.