سیستم د کړیو بڼه لري چې د یوې معلومې موخې د ترلاسه کولو لپاره کارترسره کوي. په همدې ډول مالي سیستم هم د کړیو بڼه لري او د خپلو موخو د اجرا لپاره کار ترسره کوي . په مالي سیستم کې هغه خلک چې تمویل ته اړتیا لري او هغه خلک چې له ځانه سره ډیره پانګه لري دواړو ته زمینه برابر وي چې پيسې یا پانګه سره تبادله کړي .یانې پور ورکوونکو او پوراخیستونکو ته د پور د تبالې چوپړ تر سره کوي .مالي سیستم د هیواد په اقتصادي پرمختګ کې اساسي ونډه لري د ښه مالي سیستم په لرلو سره هیوادونه په اسانۍ سره کولای شي پرمختګ وکړي او هغه هیوادونه چې ښه مالي سیستمونه لري په اقتصادي لحاظ پرمختللي ،مالي سیستم په هیواد کې حقیقي سکتور ته پانګه برابر وي ،چې پانګه په هیوادونو کې د پرمختګ اساسي عامل ګڼل کيږي په ځانګړی توګه پرمختيايي هیوادونو ته یوه ښه مالي سیستم په هیواد کې ښه اقتصادي وده راميځته کوي اقتصادي پرمختګ او مالي سیستم یو بل سره تړلي دي مالي سیستمونه کوچنی سپماوې راټولوي او په تولیدي برخه کې په لګښت ورسوي .د يو ښه مالي سیستم دندې په لاندې ډول دي:
1) سپما ته هڅونه: سپما کوونکی په دی هڅه کې وي چې خپلې سپما شوی پیسې چیرته په خوندي ډول کيږدي مالي سیستم سپما کوونکو ته دا موقې ورکوي چې په مالي سیستم کې پانګونه وکړي مالي سیستم په بازار کې بیلا بیل خدمات، بیلا بیلې شتمنۍ،مالي بازارونه یو شمیر نورې اسانتیاوې برابروي تر څو سپما کوونکي په دې بازار کې پانګونه وکړي ،دا ټول خدمات سپما کوونکو ده دا موقې ورکوي چې ډيره سپما وکړي تر څو ډیره ګټه ترلاسه کړي مالي سیستم هم خوندي او او ګټور دی په دې برخه کې چې څوک پانګونه کوي پانګونه نیمګړې نه وي ځکه دلته پانګونه دقیقه،خوندي او د مسلکي خلکو له خوا ترسره کيږي.
په مسلسله توګه په مالي سیستم کې نوښتونه او مالي ټکنالوژی په پرمختګ سره سپما کوونکو ته پراخه موقې ورکوي چې په هره برخه کې غواړي پانګونه وکړي .نو ځکه د سپما نسبت عاید ته مثبت وي او له مالي شتمنیو او مالي اداراتو ارتجاعیت لري.
2) د سپماو لیږد: مالي سیستم دا موقې سپما کوونکو ته ورکوي چې خپلې سپما شوی پیسې د مالي اداراتو او یا هم په مخامخ ډول پرې پانګونه وکړي مالي شتمني د سپما کوونکي او په حقیقي سکتور کې پانګه اچونکي سره بیله وي ،سپما میلونونه خلک ترسره کوي او یا هم د کورنیو له لوري ترسره کيږي امکان لري چې لږه وي او یا هم ډیره د دې ټولو سپماو را ټولول یو ځای کول مخکې له دې چې کسر سکتور ته ورکړل شي . چې مالي سیستم په دې برخه کې ډیره ښه میکانیزومه جوړ کړي دی تر څو دا په ډيره ښه شکل له سپما کوونکو څخه کسر سکتور ته لیږدوي.د سپما لیږد هغه وخت صورت نیسي کله چې سپما له سپما کوونکي څخه په مالي شتمنیو کې پانګونه وکړي،او یايې هم په غیرې مستقیم ډول په بانک یا یوې بلې ادارې کې پرې پانګونه وکړي.
3) د پانګې یوځای والی: یوه ډيره اړینه او مهمه دنده چې مالي سیستم یې مخ ته وړي هغه د پانګې یو ځای والی دی چې په ښه ،ګټور او ټولنیز تعادل په پام کې نیول سره د پورونو لپاره راټولې کړي ،پور وروکونکي او بانکونو پور غوښتونکو ته له ډيرې پخوا څخه تهیه کوي خو ډيری وخت دا یو شمیر ستونزې لري خو اوسمهال چې مالي پرمختیا رامینځته شوی ،نوی مالي ادارې رامینځته شوي ،نوي مالي خدمات رامینځته شوي او نوي مالي شتمني هم رامیځته شوي دي چې د پورونو په تهیه کې ډیر اساسي رول لري.
4) سوداګري،پانګونه او تولید ته خدمت: پورتنۍ دندې د سپما پرمختګ،لیږد او یو ځای والی د تولید ،د پانګې جوړښت او اقتصادي ودې لپاره کارول کيږي د پانګونې لپاره اړتیا ده چې سپما رامینځته شي ځکه کمپنۍ او پانګوال چې څومره سپما کوي هغه بسنه نه کوي نو کله چې کورنۍ هم ورسره یو ځای شي نو دا سپما په لویو سپماګانو بدلیږي چې ورسره د پام وړ پانګه رامینځته کيږي چې بیا اقتصادي سکتور ته د پور په ډول ورکوي .
د مالي بازارونو دندې : په ددو برخو کې خلاصه کولای شو:
اقتصادي دندې:
· دا بازارونه دا اسانتیاوې رامینځته کوي چې په حقيقي ډول اقتصادي سرچینې له پور ورکوونکو څخه اخري یا پور اخیستونکو ته لیږدوي
· پور ورکوونکي د خپلو پیسو په مقابل کې سود یا ګټه ترلاسه کوي چې د دوی ګټه وروسره ډيریږي او په ملي عایدک کې ډیرښت رامینځته کيږي .
· پور اخیستونکي مجبور دي چې ترلاسه شوی فنډ په مناسب او ګټوره توګه وکاروي چې له دې سره هم ملي عاید ډيريږي .
· دا کانال دا زمینه برابروي چې سپما د څخه پانګه جوړه شي.
مالي دندې:
· پور اخیستونکي ته فنډ برابروي چې خپل پلانونه پرې پلي کړي
· پور ورکوي مخامخ ډول نه غواړي به حقیقي سکتور کې پانګونه وکړي نو دا ورته ښه لار ده
· په بازار کې د نغدوالي ستونزه له منځه ځي او به اسانۍ سره کمپنۍ له بازار څخه نغدې پیسې ترلاسه کولای شي.
د دې تر څنګ یوشمیر نورې دندې هم ترسره کوي:
په مالي بازارونو کې د ګټې له کبله اخیستونکی او خرڅوونکی د مالي شتمنیو قیمت ټاکي چې شتمنۍ بیرته ورکړه یا عامل هم دی ،په همدې ډول مالي بازار د مکانیز ترلاسه برابروي چې پانګوال مالي شتمنۍ وپلوري د خپل اړتیا وخت پيسې ترلاسه کړي په همدې ډول مصارف هم راکموي لکه د څیړنې لګښت،بازار موندې لګښت د لیږد لګښت.
د مالي سیستم ځانګړتیاوې :د هر مالي سیستم باید لاندې ځانګړتیاوې ولري:
· د یو هیواد له کلتور او قوانیو سره باید په ټکر کې نه وي ،هغه وسایل او خدمات چې په یو هیواد کې مالي سیستم کې داخل کې ترسره کوي نو باید د هیواد د خلکو په کلتور او قوانینو او مقراراتو په رڼا کې ترسره کړي په ځانګړی توګه دینې عقاید ته په کتور جوړ شي ځکه که پورتینو قوانیو ته پاملرنه ونه کړي نو پايښت به ونه لري.
مالي سیستم له څلور برخو جوړ دی:
1. مالي بنسټونه: دا هغه ادارې یا بنسټونه دي چې سپماوې یا فنډ له مازاد برخې څخه کسر برخې ته لیږدوي چې کولای شو دا بنسټونه په قانون جوړونکو او قانون پلي کوونکو ویشو. دا بنسټونه د کمرشلو ادارو په څیر نه دي.
2. مالي بازارونه: هغه بازارونه چې هلته مالي شتمۍ سره تبادله کيږي او کولای چې په ددوو لویو برخو یې ویشو د پیسو بازار او د پانګې بازار . د پیسو په بازار کې تمویل د کم وخت لپاره ترسره کيږي یانې د یو کال څخه د کم وخت لپاره او په پانګیز بازار کې تمویل د اوږد مهال لپاره ترسره کيږي چې داوړه بازارونه یو ډول دنده ترسره کوي چې له مازاد برخې څخه فند کسر یا هغه برخه چې اړتیا ورته لري لیږدوي . کولای شو چې پانګیز بازار په دوو ډولو سره ویشلی شو لومړنی بازار چیرته چې د مالي شتمنیو قیمت ټاکل کيږي او په منځني بازار کې مالي شتمنۍ څو ځله سره تبادله کيږي.
3. مالي شتمنۍ یا وسایل: هغه وسایل یا شتمنۍ چې په مالي بازارونو کې تبادله کيږي مالي شتمنۍ یا وسایل ورته وايي . چې په بیلابیلو بڼو شتون لري او د بازار د اړتیا له مخې رامینځته کيږي .د مالي شتمنویو قیمت د قرارد له مخې رامینځته کيږي مالي شتمنۍ لکه ونډې، تجارتي پاڼې، بونډ او نور.
4. مالي خدمات: هغه خدمات چې د مالي سکتور په وسیله ترسره کيږي.
مالي بازارونه پيژندنه: کله چې موږ د بازار په اړه فکر کوو نو یوه ځانګړې جغرافیا مو ذهن ته راځي چیرته چې خلک اجناس او خدمات تبادله کوي که څه هم دا د بازار په اړه کوچنی فکر دی او دا اصطلاح چې بازار یو مکانیزم دی نه وایو.
مالي بازار لکه د نورو بازارونو په څیر د دې اسانتیا برابروي چې خلک سره مالي شتمنۍ تبادله کړي .یا د له هغه ځای یا مکانیزم څخه عبار ت دی چيرته چې خلک مالي شتمنۍ پیري یا پلوري . د مالي بازار معاملات شاید په یو ځای د ساري په توګه لکه د ونډو او یا هم د یو مکانیزم له لارې لکه ټیلفون ،ټلکس او یا د بريښنايي رسنۍ په وسیله .مالي بازارونه د مالي شتمنیو د تبادلې اسانتیاوې رامینځته کوي چې دا شتمنۍ ته مالي وسایل یا ارزښت لرونکي پاڼې دي. لکه د اجناسو او خدمات په څیر مالي شتمنۍ په مصرف نه رسيږي چې د دې ډول شتمنیو ارزښت د یو قرارداد له مخې ټاکل کيږي.
د مالي بازارونو رول: په نړۍ کې ټول هيوادونو د اقتصادي پرمختګ لپاره پانګې ته اړتیا لري چې په اقتصاد کې دا فنډ یا پانګه له سپما کوونکو یا مازاد برخې چې کورنۍ وي، انفرادي اشخاص، کاروباري ادارې، عامه سکتور، مرکزي حکومت، سمیه ایز حکومت نور...
چې دا مالي بازارونه په دی کې ډیر مهم رول لري چې له مازاد سکتور څخه کسر سکتور ته ځي . چې د پروسې ته د لیږد مکانیزم وايي . په اقتصاد کې د مازاد فنډ لیږد کسر برخې ته د ملي موخو او لومړیتوبونو د ترلاسه کولو لپاره ډیر اړین دي چې دا لیږد باید په سمه لار او ګټور موخه ترسره شي . چې د دې لپاره باید مناسب وسایل او موقې شتون ولري . مالي بازار دا موقې برابر وي چې مازاد سکتور خپل فنډ یا سرمایه په مناسب او خپله خوښه ځای کې ولګوي . د دې بازار ګټورتوب هغه وخت دی چې دا فنډ په ښه ډول مدیریت شي .مالي بازاونه خلک باید اړ کړي چې تولیدونکي او متشبثین شي او ادارې او انفرادي خلک وهځوي چې نوره سپما هم وکړي .مالي بازارونه یوازې دا نه چې صنعتي او اقتصادي پرمختګ کې مرسته کوي بلکې ټولنې ته او د خلکو د ژوند کچه هم لوړه وي، نو له دې کبله مالي بازارونه باید چټکه وده وکړي چې باید ډیر ګټور او متنوع وي . په خلاص ډول ویلی شو چې مالي بازارونه د سرچینو په راټولیدو کې په اقتصاد کې اړینه برخه لري چې د ملي موخو په ترلاسه کولو کې اساسي نقش لري.
نور بیا...
وروستي