د اوبو د کمښت ستونزه، پایلې او حل لارې څه دي

د اوبو د کمښت په بحران باندې د پوهیدو په اړه به د موجوده ټکانو ورکونکو ارقامو شتون کافي وي، د بیلګې په توګه د کابل په څلورمه ناحیه کې د اوبو سطحه د ۲۰۰۳ او ۲۰۱۷ کلونو تر منځ ۲۶ متره ښکته شوۍ ده چې ددغه بحران جوته بیلګه ده او د نړۍ په هر ګوټ کې دې ته ورته ستونزې را ولاړې شوۍ دي لکه: په نړۍ کې شاوخوا دوه میلیارده خلک د کال یوه میاشت د اوبو د کمښت له سختې ستونزې سره مخ وي او لا هم نږدې یو میلیارد خلک د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی نلري. د اوبو د کمښت په بحران د پوهیدو لپاره څو مثالونه لاندې بیان شوي دي:

- شته منابع/زیرمې د اړتیاوو لپاره بسنه نه کوي او د ککړتیا له ستونزې سره مخ دي.

- نه یواځې چې منابع/زیرمې بسنه نه کوي، بلکې داسې ځایونه هم شته چې د اوبو زیرمې له سره نشته او اوبو ته لاسرسی خورا ستونزمن دی.

- د اوبو منابع/زیرمې له سخت فشار سره مخ دي او په بې رحمانه ډول استفاده کیږي چې د منابعو/زیرمو د لا خرابتیا سبب کیږي.

- هوا مخ په وچیدو ده چې د اوبو د زیرمو د سطحې د ټیټوالي د زیاتیدو لامل شوی دی.

متأسفانه ډیر خلک نږدې ټوله ورځ د اوبو د پیدا کولو په لټون کې تیروي او له نورو کارونو پاتې دي، ویل کیږي په ۲۰۲۵ میلادي کال کې به نږدي دوه پر دری د نړۍ نفوس د اوبو له کمښت سره مخ وي. د ځمکې نږدې ۷۰ سلنه برخه اوبو نیولۍ چې یواځې ۲.۵ تر ۳ سلنه یې خوږې اوبه دي او نورې یی تروې دي، د خوږو اوبو له ۳ برخو یواځې یوه برخه یې د لاسرسي وړ ده او دوه نورې برخې خوږې اوبه په یخچالونو کې دي چې موږ ورته لاسرسی نه لرو.

د طبیعي منابعو پوهان وايي چې د اوبو د کمښت د ستونزې تر شا د ځمکې د حرارت د درجې لوړیدل او اقلیمي تغیرات لوی لاس لري، اما دا باید درک کړو چې د ځمکې د حرارت لوړیدل او د اقلیمي تغیراتو ریشې په څه کې دي؟ دلته څو مواردو ته اشاره کوو چې ورته د اصلي عواملو په سترګه کتل کیږي:

1- د اوبو مصرف په ځانګړۍ توګه د صنعت په برخه کې خورا لوړ دی چې د ځمکې لاندې اوبو د خورا کمښت سبب شوی چې د بیرته غني کولو امکان یې خورا ستونزمن او کله کله بیخي ناممکن دی.

2- د اوبو د منابعو/زیرمو ککړتیا چې د غیر ضروري او ناپیدار مصرف له کبله رامنځته شوی او د زیاتیدو په حال کې ده.

3- نامناسب او خراب کورني عادتونه لکه د نل خلاص پریښودل سره له دې چې اوبو ته اړتیا نلرو.

4- د منابعو/زیرمو نا سالم مدیریت او اقتصادي ناخوالې.

5- د اوبو د منابعو/زیرمو نا انډوله ویش، د ځینو سیمو لیروالي د اوبو له منابعو/زیرمو څخه.

د اوبو د کمښت پایلې او تاثیرات خورا ستر او ډیر دي لکه: د اوبو منابعو/زیرمو ته د لاسرسي محدودیت په نړیواله کچه، د بیوزله کلیوالو او غیر پلاني ساحو د خلکو اوبو ته نه لاسرسی، په زراعت په ځانګړي توګه په کورنۍ باغداری او زرغونتیا باندې ژور اغیز، د اورونو د خطر زیاتوالی، د سیندنو او د اوبو د نورو منابعو د بستر ککړتیا چې ایکوسیستمونه یې له خطر سره مخ کړي، د اوبو د تعرفې او قیمت لوړوالی، د حرارت د لوړوالي او ککړتیا له کبله د یخچالونو ویلې کیدل چې په بحرونو کې د اوبو د سطحې د لوړوالي سبب کیږي او د حرارت لوړالي په خپل وار د اوبو کمښت سره نور هم مرسته کوي، د حفظ الصحې او روغتیا ستانې په برخه کې د ستونزو راولاړیدل او نور.

د اوبو د کمښت د ستونزې حل لارې څه دي؟
آسانه لار خو داده چې د اوبو له بې ځایه مصرف څخه په کلکه ډډه وکړو او د اوبو د منابعو/زیرمو په ساتنه کې خپل مسوولیت ادأ کړو او داسې قوانین او لوایح باید رامنځته کړو چې د اوبو د منابعو/زیرمو په ساتنه کې کمک وکړي او دا قوانین او لوایح باید په احتیاط عملي کړو، مګر دا لار نه لنډه ده نه آسانه خو باید په احتیاط عمل وکړو تر څو د آینده نسلونو په مقابل کې مو خپل مسوولیت ادأ کړی وي. لاندې څو ټکو ته چې تجربه شوي او د پلي کیدلو وړ دي دلته اشاره کوم:

- نلونه خلاص مه پریږدی، لکه ډیر خلک عادت لري چې غاښونه برس کوي نل یې خلاص کړی وی او اوبه ورنه راوانې وي نو باید نل هغه وخت خلاص کړو چې ورته اړتیا وي.

- د لوښو مینځلو په وخت کې اوبه مسوولانه مصرف کړو، نل هغه وخت خلاص کړو چې رښتیا ورته اړتیا وي.

- د اوبو په برخه کې د قوانینو څخه پیروي وکړو، لکه د اطفایې پیپ څخه د موټر د مینځلو لپاره کار وانخلو.

- کله کله د اوبو د تعرفې لوړول هم د اوبو د مصرف د کمښت سره مرسته کوي.

- د استفاده شویو اوبو څخه په نورو برخو کې تر څو چې ممکنه وي بیا بیا کار واخلو.

- د صنعتي برخې د اوبو د مصرف په برخه کې د سالمو او پاییدارو قوانینو او مقرراتو رامنځته کول

- له عضوي موادو څخه چې د چاپیریال په شرایطو د تجزې وړ وي استفاده زیاته کړو چې دا به د اوبو د مصرف په را کمولو کې په غیر مستقیمه توګه خورا کمک وکړي.

- د کانونو د را ایستلو او ورته پرسوو په برخه کې د قوانیونو بیا کتنه او ځان مطمئن کول چې د اوبو لګښت یې مناسب دی

- د تعلیم په ټولو دورو کې د اوبو د کمښت په بحران باندې خبرې کول او دا موضوع بار بار یادوول تر څو پدې برخه کې د پوهاووي کچه لوړه شي.

- د فارمونو څخه نیولې بیا تر کلیوالي او ښاري سیمو پورې په ټولو برخو کې د پاییداره لارو چارو او رامنځته شویوټکنالوژیکي آسانتیاوو څخه کار اخیستل.

- د اوبو په برخه کې په ځانکړۍ توګه د پاکو اوبو په برخه کې د رامنځته شویو نوښتونو څخه ملاتړ.

- د فاضلاب د سیستمونو ترمیم او د موثر فاضلاب سیستم رامنځته کول.

ښه نو، که تر اوسه مو د اوبو د کمښت ستونزې ته فکر نه وو اوس به مو فکر شوی وي او پوهیدلي به وی چې دا څومره لویه ستونزه ده، هیله ده چې خپل مسوولیت ادأ کړی او لومړی قدم واخلی او له وړو کارونو څخه یې را پیل کړی.