
روهي (جمعه/۲۴ د وري)، د پاکستان سترې محکمې نن ورځ (جمعه) اعلان وکړ، چې پخوانی لومړی وزير د خپل ژوند په ټول دور کې نه شي کولی، چې په پاکستان کې سياسي دنده واخلي او يا په سياست کې شامل شي.
د سترې محکمې پنځو قاضيانو نن ورځ په اسلام اباد کې دغه حکم کړی، چې د سختو امنيتي تدابيرو په ترڅ کې يې خپله پرېکړه اعلان کړه.
د محکمې يو قاضي ويلي، چې د پاکستان د اساسي قانون د ۶۲ مادې مطابق په نواز شريف دغه حکم عملي شوی. نوموړي ويلي، چې د قانون ۶۲ ماده حکم کوي، چې د پاکستان ټول لوړپوړي حکومتي چارواکي د خپلې پانګې په اړه، که په هېواد کې دننه وي او يا هم په بهرنيو هېوادونو کې بايد رېښتني مالومات وړاندې کړي، چې نواز شريف په دغه چاره کې پاتې راغی.
له بلې خوا، د پاکستان د مسلم لیک نواز ګوند ويلي، چې د محکمې ياده پرېکړه د قانون سره په ټکر کې ده او د نواز شريف پر وړاندې بې انصافي ده.
نواز شريف تېر کال د جولای په مياشت کې د پراخه فساد په تور له دندې ګوښه کړی شو.