بريتانيا په داعش سايبري بريدونه کړي

روهي (پنځه نۍ/۲۳ د وري)، د بريتانيا د اسخباراتو ادارې مشر ويلي، چې استخباراتي ارګانونو د اسلامي دولت پر ډلې يا داعش باندې د سترو تهاجمي سايبرو بريدونو کمپاين پيل کړی، چې د يادې ډلې په وېب پاڼو او نورو انټرنيتي سرچينو يې بريدونه کړي.

د بريتانيا د اسختباراتو مشر (جېرېمي فلېمېڼګ) ويلي، چې دغه سايبري حملې په پراخه کچه دي او د داعش ډلې ډيری انټرنيتي سرچينې يې په نښه کړې دي.

جېرېمي فلېمېڼګ د يادو سايبري بريدونو په اړه پوره مالومات نه دي ورکړي او زياته کړې ده، چې بريدونه تر ډېره بريالي دي او نشي کولی په اړه ډېر جزئيات وړاندې کړي.

نوموړي ويلي، چې سايبري بريدونه پای ته نه دی رسېدلي او داعش ډله هڅه کوي، چې د بريدونو پر وړاندې مقاومت وکړي او خپلې انټرنيتي سرچينې خوندي کړي.

په ۲۰۱۷ ز کال کې هم، د بريتانيا د سايبري بريدونو له امله د داعش ډلې وېب پاڼې او نورې ان لاين رسنۍ د يو وخت لپاره له باور او کار څخه لوېدلې وې.