له پلار مې پوښتنه وکړ، چې ولې شتمن نه يو؟ موسکا يې وکړه او راته يې وويل...

له پلار مې پوښتنه وکړ، چې ولې شتمن نه يو؟ موسکا يې وکړه او راته يې وويل...
ډاکټر نجيب ويال
 
ما مې له پلار سره مينه نه درلودله. هغه غريب او يو ناکام سړی وو. که څه هم هغه سخت کار کولو، خو بيا هم زما د ملګرو د پلارونو په څېر شتمن نه وو.

زما پلار د يو کارګر په توګه ډېرې دندې او چارې تر سره کړې. په هوټل کې ګرسون وو، د معيوبو خلکو سره يې د دواطلب په توګه کار وکړ، هر وخت به بوخت وو او د استراحت لپاره يې هېڅ وخت نه درلود.

زما په فکر نوموړی يو بريالی او ځيرک انسان نه وو. ما د نوموړي په هکله هېڅ وخت فکر نه وو کړی، چې يو الهام ترې واخلم او پر لارې روان شم. زما پلار کم خرڅه او بخيل هم وو. هغه به چې هر کله ما ته د جيب خرڅ راکولو، نو په تېنګار به يې راته ويل، چې پیسې په خزانه (د پيسو په صندوق) کې وساتم.

ما يوه ورځ له خپل پلار څخه پوښتنه وکړه، "پلاره! مونږ ولې شتمن نه يو؟"

پلار مې موسکا وکړه او راته يې وويل، "څوګ وايي، چې مونږ شتمن نه يو؟ د شتمن کېدو مانا دا نه ده، چې څومره پيسې يو څوګ ولرو، بلکې مانا دا ده، چې څومره نورو ته ورکوله شو او څومر يې مرسته کولی شو." زه په دې هر څه پوهېدم، چې ....

له څه وخت وروسته زه لوی او ځوان شوم او ما نه غوښتل چې د پلار غوندې غريب ووسم. راتلونکي څو کالونه، ما مې پلار ډېر کم لېدلو. زه له کور څخه لاړم، ښوونځی مې پرېښود او د خوښۍ په ورځو کې به هم کور ته نه راتللم. زه په خپل کار کې بوخت شوم او د پلار څخه مې نور پيسې نه غوښتلې.

دوه کاله وروسته مې پلار مړ شو. کله چې کورته راغلم، نو په هغه د پيسو په صندوق مې سترګې ولګېدې، چې زما په ګوټه کې وو. د معيوبو ماشومان له مرکز څخه د مننې او کور ودانۍ ليکونه راغلي وو او صندوق سره په څنګ کې پرته وو.

ټول لېکونه زما په نوم او پته رالېږل شوي وو. د معيوب ماشومانو له مرکز څخه زما په نوم راغلو لېکونو زه په فکر کې واچولم، او لېوالتيا مې پيدا شوه، ترڅو په دې اړه له دوی سره خبرې وکړم. زه د معيوب ماشومانو د مرکز په لورې لاړم. زه حيران شوم، هلته معيوب ماشومان او د هغوی کورنيو زما داسې هرکلی وکړ، لکه ما چې له کالونو پيژني.

د ښه راغلاست يوې کارمندې ماته وويل، "دلته ستا له راتګ څخه مننه کوو، مارک!"

ما دوی ته وويل، "ما دغه ليکونه ولوستل او په ليکل شوي، چې ما دلته له کالونو مالي مرستې کړي، فکر کوم، چې کوم سوء تفاهم به رامنځ ته شوي وي."

د ښه راغلاست مامورې راته وويل، "زه لومړی غواړم تا له يو چا سره معرفي کړم، چې ستا انتظار کوي او وروسته به دغه موضوع درته تشريح کړم."

مونږ لاندې د مرستيال ډارېکټر دفتر ته لاړو. هغه په ټير لرونکې کراچۍ کې ناست وو.

نوموړي راته وويل، "مننه مارک، له راتګ څخه دې. ستا پلار ستا په اړه مونږ ته ډېر څه ويلي وو، ستا پلار لاړ او مونږ يې يوازې پرېښودلو. هغه دلته يو اغېز لرونکی کس وو. ستا پلار کولی شول، چې تقاعد واخلي او استراحت وکړي، خو نوموړي کار کولو او چوپړ ته ادامه ورکړه. هغې هڅه کوله چې له خلکو سره دومره مرسته وکړي، څومره يې چې توان وو، هغه يو بې لوړ انسان وو."

د ښه راغلاست مامورې د دفتر دروازه وټکوله او دننه راغله. هغې ما ته يوه ډلۍ راکړه او راته يې وويل، "مارک! دا ستا لپاره ده، دا ډلۍ ستا د مالي مرستو په پار ده."

ما ورته وويل، "ما داسې څه نه دی کړي، چې تاسو يې وايي، ما تر اوسه له تاسو سره کومه همکاري نه ده کړي."
 
ډارېکټر موسکا وکړه او راته يې وويل، "دا هر څه ستا پلار ستا په نوم او ستا په غياب کې کړي دي."

ما فکر وکړ او هغه د پيسو صندوق مې ذهن ته راغی، چې پلار راڅخه راکړ جيب خرڅ په کې ساتلو. ما مې د پلار په اړه غلت فکر کولو. زه اوس يو ثانيه چانس هم نه لرم، چې له پلار څخه مې زده کړه وکړم. خو زه کولی شم، له هغه څه زده کړه وکړم، چې پلار راته په ميراث پرېښودلي دي.

په دې نړۍ کې تر ټولو بريالي خلک هغه دي، چې خوښۍ په زړونو کې ساتي او خپلې خوښۍ او لاس ته راوړنې له هغو سره شريکوي، چې ورته اړ او محتاج وي.

سخاوت داسې يو ډله ده، چې هم ستا لپاره ده او هم د نورو لپاره!

رېښتی شتمن ژوند هغه دی، چې نورو ته ورکړه په کې موجوده وي.