پاکستان؛ افغانستان کې میشت پاکستاني کډوالو ته ضرب العجل ټاکلی

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،وری۲۳مه) د پاکستان حکومت په افغانستان کې میشت پاکستاني کډوالو ته وروستی ضرب العجق ټاکلی.
 
دغه هېواد خپلو کډوالو ته  د روان اپریل میاشت تر ۳۰ مه وروستۍ نېټه ټاکلې چې ټول پاکستاني کډوال باید له افغانستان څخه ووځي.
 
دغه ضرب العجل د پاکستان د فاټا ایالت د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د ادارې له خوا ټاکل شوی دی.
 
پهددغه ایالات د ادارې مرستیال میان عبدالظهور ویلي، چې حکومت به له هغو پاکستاني کډوالو سره د اپریل میاشتې تر ۳۰ مه پورې مرستې وکړي چې په داوطلبه توګه خپل هېواد ته ستانه کېږي.
 
نوموړی خبرداری ورکړ، چې د ټاکل شوې نیټې څخه وروسته راستنیدونکي کډوالو ته به هیڅ مرسته ونه رسیږي.
 
معلوماتو له مخې، د شمالي وزیرستان اړوند کابو ۱۵۰۰ کورني له ۲۰۱۴ میلادي کال رهیسې په افغانستان کې میشت دي.