
روهي (پنځه نۍ/۲۳ د وري)، د (آئیرشیمان سنیاد کین) په نوم د ايرلنډ هېواد يوې په سترګو ړندې (نابينا) ميرمنې په ۱۲ ساعتونو کې پر ته له دمې د ۱۳۰،۵۰ کيلومتر منډې نړيوال رېکارډ خپل کړ.
سنیاد کین ۳۵ کاله عمر لري او يوازې پنځه سلنه يې د سترګو نظر کار کوي. نوموړې دغه ۱۳۰ کېلومتره منډه د مندې په ماشين تر سره کړي او په ۱۲ ساعتونو کې يې هېڅ دمه نه ده کړي.
د نړيوالو رېکارډونو ادارې د (سنیاد کین) نوم په ګېنس کتاب کې ثبت کړی او په دې برخه کې د نړيوال رېکارډ جوړلو سند هم ورکړ.
له دې وړاندې په ۲۰۱۷ ز کال کې سنیاد کین د نړۍ په اوو لويو وچو کې، د اوو ورځو په موده کې د ماراتون اووه سيالۍ کټلې وې او نړيوال رېکارډ يې تر لاسه کړی وو.