
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،وری۲۳مه) د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر په دې باور دی، چې سوریه او روسیه د سوریې په دوما کې د کیمیاوي وسلو د کارونې مسوول دي.
د سپینې ماڼۍ ویاند سارا ساندرس د مسکو اعلامیې په ځواب کې د سوریې حکومت له لوري د دغه هېواد په دوما ښار کې د کیمیاوي وسلو د کارونې په اړه ویلي:
" ترمپ په دغه برید کې سوریه او روسیه مسوول بولي".
د هغه په خبره، د امریکا متحده ایالتو امنیتي ادارې د دغې پېښې په اړه معلومات په لاس کې لري.
د سازمان له لوري د کیمیاوي وسلو د منع لپاره د سوریې دوما ښار ته د متخصصینو په لېږلو د روسیې بهرنیو چارو وزارت خوښې څرګنده کړې ده.
د مارچ په ۱۳مه د روسیې پوځي ځواکونو په ختیځه غوطه سیمه کې د پوځيانو له لوري د کیمیاويي وسلو د کارونې راپور ورکړی دی.