د افغانانو سیاسي شعور او د خلکو سیاسي استعمال

افغانان سره له دي چې یو قوي با همته او غیور ملت دی، خو د تاریخ په اوږدو کې د دښمن د غولیدونکي دام په لومه کې په اسانه سره را ګیر شوی دی. او داسې يې ځان تسلیم کړی، چې بیا يې د خپلې ګتې او تاوان د پيژندلو توان هم له لاسه ورکړی دی. په هر ډول چې دښمن غوښتي په هغه ډول یې د ځان په ګټه استعمال کړی او که له دې لنډ تاریخ څخه يې راواخلو، نو وبه ګورو چې موږ په څه ډول د یو او بل په ضد استعمال شوي یو او خلکو له مونږ څخه په څه ډول خپلې ګټې پورته کړې دي.

موږ دا هم ګورو چې په څه ډول خپل ځان، هیواد، دین او کلتور مو د نورو په لمسه په ډیره ساده ګۍ او بدبختۍ سره زیانمن کړي دي. بده خو يې لا دا چې موږ له هغو تېرو هیڅ ډول عبرت وانه خیست، او د تېرو د غلطیو او د هغوي پيښمانیو مونږ ته هیڅ سبق رانکړ، په کار خو دا وه چې موږ اصلاح شوي وای، زموږ ټولنه جوړه شوي وای، نور له هغه تکراري بدبختیو مو لاس اخستی وای او د دښمنانو ناولي لاسونه مو له خپلې ټولنې څخه غوڅ کړي وای.

خو د افسوس خبره ده ، چې وروسته له مودو ترخو تجربو او د دښمن په لاس په دوامداره توګه له لوغړیدو وروسته بیا هم موږ په يوه ویشتمه پیړۍ کې چې د پوهې او ټکنالوژی پیړۍ ده د دښمن په لمسه د یو او بل په مرۍ خوله ښخه کړي او یوبل سره خورو.

په مونږ کې لا تر اوسه کوم تغیر نه دي راغلی که تغیر راغلي دي هغه یواځي دا دی چې پرون مو یوبل د دښمن په نامه وژل اوس مو ترقې وکړه یو بل د کفر او اسلام په نامه وژنو، په داسې حال کې چې دا دواړي دعوی پخپل وخت کې غلطي دي. ځکه دا د یوه هیواد، یوي ټولنې او یوه ټبرخلک نشي کیدلي چې د بله په فتوی په عین وخت کې یو کافر او بل مسلمان شې. او یو څه وروسته چې کله دښمن خپل هدف تر لاسه کړي بیا همدا کافر او مسلمان سمدستي سره دوستان او ملګري شي، د دوي دښمنې هم سره ختمه شي کافر او مسلمان هم پکي ورک شې، دواړه د یوه هیواد خواږه حق لرونکي اوسیدونکي شې ان تر دي چې خپلو کې دوستي او خیښې وکړي.

خو متاسفانه دا په هغه وخت کې وي چې زموږ دښمن خپل شوم هدف ته رسیدلي وي کوم تباهي چې د ګران هیواد لپاره په زړه کې وي او هغه کوم څه چې دوي غواړي په لاس يي راوړي هغه يي تر لاسه کړي وي. اي کاش چې موږ د دښمن تر هدف ته د رسیدو مخکي سره یوکیدلاي نو به په دي اوسنيو بدبختیو نه اخته کیدو او د جهالت کچه به مو دومره نه لوړيدله. چې ښه او ژوندي بیلګه يي مجاهدین او کمونیستان دي چې یو افغانان او د یوي ټولنې خلک وه خو د دښمن په دسیسه یوه ډله سره کافران شول او بله ډله بیا نو داسې پاک مجاهدین شول چې مرتبې تر اصحابو کرام هم ور لوړي کړي. په حقیقت کې دي دواړو کلیمو په یوه وخت کې په یوه ډله هم صدق نه کاوه. ځکه چې دا دواړې ډلې عام او عادي افغانان وه نه دا یوه ډله دوري نابخښونکي سره کفار وه او نه هم هغه بله ډله داسي سپینې فریشتې وي.

دواړي ډلې د خپل ځان او هیواد په زیان د بل به لاس استعمالیدي هرډول تاوان او زیان يې خپل ملت او ټولنې ته وو او هرډول ګټه يې هغو دښمنانو ته وه چې دوي يې ډیر په سپک ډول بي رحمانه استعمال کړل.

اوس هم عین خبره ده؛ دلته زه یوځل بیا هغې خپلې مخکنۍ خبري ته ورګرځم او هغه دا چې افغانانو له هیڅ ډوله تېروشو ترخو تجربو څخه عبرت او سبق وانخست او تکراراً يي د خپل ځان، هیواد او هویت په دښمنۍ پسې را اخستې ده او د توجیه لپاره يي خپل ځان ته بهاني لټوي او ځان غولوي.

یوه ورځ یو مسلمان وي بل کافرشي او بله ورځ بل مسلمان وي بل کافرشي. ښه مثال يې مجاهد او طالب دي پرون تر مجاهد پورته مسلمان د ځمکي په مخ نه وو خو نن طالب ته هغه کافر دي او واجب الدم دي، او همداسې داعش ته طالب واجب الدم دي او دا لړۍ به دوام لري. په ټوله نړۍ کې سیاسي مشکلات او اختلافات شته د مذاهبو اختلافونه انتقادونه شته خو داسې هیڅکله ندي لکه افغانان چې د دي اختلاف په اور کې هر څه لو لپه کړي خپل ځان او ملت د تباهي او د جهالت کندي ته ورواچوي او هرڅه د دښمن په ګټه تمام کړي.

دویشتم پیړي ده موږ ته اوس هم زموږ د کفر او اسلام فتوا زموږ مکار دښمن راکوي افسوس دي! موږ ته اوس هم پردي وايي چې د دي افغانانو ویر او غم ژاړۍ او د دي افغانانو غم او ویر مه ژاړۍ دا افغانان مظلوم دي دا ظالم او..... ولي؟ راځۍ چې ټول یوموټې شو او غلیم ته په خوله سوک ورکړو او ورته ووايو چې زه یو تن یم یو وجود یم او یو ټبریم په ما کې تور او سپین نشته.