د خولې افتونه دردناکه زخمونه دي چې د خولې دننه او په ووریو کې منځ ته راځي.
د خولې افت یوه دردونکي او ځورونکي ناروغي ده او د خولې د لعاب را ګرځونکي ده چې په خوله کي لوي واړه زخمونه ګرد واړه عمق لري او په خوله کي ځان جوړه وي.
د خولی افتونه دردونکي زخمونه دي چې د خولی دننه او په اغلب ډول په ووریو کې منځ ته راځي، د خولې دننۍ، یا شونډان، د خولۍ د تالو په مخ او دژبې په سطحه منځ ته راځې. تر اوس د دي آفت د منځ ته راتلو دقیق مکانیزم ندي معلوم خو داسې ښکاري چې د بدن ایمنې سیسټم چټک غبرګون د دي افت په منځ ته راوړو کې دخیل وي.
دا افتې زخمونه هغه وخت پیداکېږي چې په یوه نامشخص دلیل ایمنی سیسټم ناجوړشې او یو نا اشنا مالیکول دي سیسټم ته ورشي، کیداي شې چې د دي نااشنا مالیکول حضور د لنفوسیت د حملې سبب شي په نتیجه کي د خولې افتونه او زخمونه منځ ته راځي.
د خولې د آفت درملنه په څو کورنيو او ګیاهې طریقو:
د ریحان پاڼه: د تازه ریحان پاڼه وژويي، او دا کار په ورځ کې دو ځلې تکرار کړي، او تاسو په هر وار کولای شي چې له ۳نه تر ۵ د ریحان پاڼې وخورئ. او دا کار د آفت تر جوړیدو پورې وکړي.
پیاز: پیاز په خام شکل سره وخورې. او کولی شي له غذا سره د ښې ذایقي لپاره استفاده ګړي. پیاز سلفایت لري نو ځکه د خولې د آفت لپاره ګټوره دی.
سره بادنجان: کولای شې په سلاد کې استفاده کړي یا هم په جلا توګه د ورځې لخوا تري ګټه واخلي. او بله طریقه د سرو بادنجانو اوبه (جوس) غرغره کول، په ورځ کي دوه یا دري ځله تر هغې دوام ورکړئ چي له افته خلاص شئ.
د سرو بادنجانو د جوس غرغره کول د خولي د افت لپاره په واقعې ډول مؤثره ده
د همیشه بهار د ګل دم نوش یا جوشانده: کولاي شئ چې دا جوشانده د خولي د منځلو په موخه غرغره کړئ. دا جوشانده په دي ډول جوړه کړئ اول دا ګیاه په اوبو کې ویشوئ او چې سړه شې بیا نو خوله ورباندي پریمنځئ او غرغره يي کړئ.
د کورکمن پوډر: یوڅه د کورکمن پوډر له یوې قاشقي ګلیسیرین سره مخلوط کړئ تر څو د خیشتو اوړو په شکل شې بیا دا مخلوط مستقیماً په زخم کېږدئ. که ګلیسیرین نه وي کولاي شئ د ګلیسیرین په ځاي له اوبو څخه ګټه واخلئ.
د نعناع یا ویلنې غوړي: کولاي شئ د نعناع غوړي مستقیماً د خولي په زخمو کیږدي او کټه تري واخلۍ تر څو مو درد کم شې، کولاي شئ چې دا درمان په ورځ کي دوه ځله استعمال کړي، کوشش وکړي چې د نعناع غوړي له ۱۵ تر ۲۰ دقیقو پر خپلو زخمو پرېږدئ او ورسته مو خوله په اوبو پریمنځئ.
محلي مستې او پنیر: مستې مؤثره درملنه ده د خولې د افت لپاره، باید په ورځ کې دوه ځله وخوړل شي یا له کیلي سره مخلوط وخوړل شې د خولي د افت لپاره کټوري دي او د خولي ناروغي لمنځه وړي په همدې ترتیب پنیر هم ګټور دي.
د کوپري یا ناریل شیدي: د ناریل له شیدو څخه په خوله منځلو کې ګټه پورته کړئ په ورځ کې ۳ تر ۴ ځله خوله ورباند پریمنځئ او دي کار ته تر هغې دوام ورکړئ تر څو چې مو خوله روغه شې. کولاي شئ چې د ناریل یا کوپري له شیدو سره یوڅه عسل هم ګډ کړئ او د خولې په منځلو کي کټه ترې پورته کړئ.
شړومبۍ یا تروې: هره ورځ مصرف کړئ، شړومبی یو له مؤثرترین طریقو څخه دي د خولي د افت په لمنځه وړلو کې.
داڼیا یا د ګشنیز تخم: یوه قاشقه دڼیا په یو څه ابو کي و یشوي، ورسته له سړیدو څخه د خولې منځلو د محلول په شان ګټه ورڅخه واخلئ، دا کار په ورځ کې ۳ یا ۴ ځله وکړئ تر هغه دي کار ته دوام ورکړئ چې روغ شئ.
مغزیات، وچه میوه او چاکلیټ مخورئ:
افت، دردونکي ضایعات د خولې او ژبې په ناحیه کې وي. کولاي شئ چې په غذايي رژیم سره يي له پرمختګ څخه مخنیوي وکړئ.
اته په سلو کې چې د خولې د افت په ناروغۍ اخته دي د مغزیاتو مصرف کونکي دي او ۱۵ په سلو کي د چاکلیټو او وچې میوي مصرف کونکي دي.
غوزان (چارمغز) بادام، پسته او چاکلیټ الرژي لرونکی غذايي مواد دي، خو دا یواځي دلیل نه دي چي ووایو چې دا غذايي مواد مه مصرف کوئ. په حقیقت کي د دي غذايي موادو غوړي سبب د زیاتوالې د اسیډیټي په معده کې کېږي او د افت لوړولو کې ښه نقش لري. دا مشکل هغه وخت نور هم ډیره وي چې کله مغزیات یا تاوده شې یا پاخه شې او یا هم په مالګه ولړل شې.
وروستي