
روهي (پنځه نۍ/۲۳ د وري)، کله چې يو ځوان نهنګ د اسپانیا په سویلي ساحل کې مړ ولیدل شو، نو ساینس پوهانو يې د مړ ينې علت پلټنه پیل کړه، چې ولي او څه شي وژلی دی؟ له څیړنې وروسته څرګنده شوه چې نهنګ ۶۴ پونډه فضله موادو ژولي وو چې اکثر يې پلاستیک او ځیني نور شیان يي په خیټه کې پراته وه.
د اسپانیا په مرشیا ښارکې دې پيښې د اسپانیا چارواکې دي ته وتړل چې د ساحلونو د پاکولو او پاک ساتلو کمپاین پیل کړي.
د مرشیا د چاپېریال ساتني عمومي رئیس ويلي "د پلاستیک موجودیت په دریابونو کې د ژویو د ژوند لپاره په ټوله نړۍ کې په یو سترګواښ بدل شوی، د ګند (تفالې) زیات والی په دریابونو کې د دي سبب ګرځې چې ژوي یا پکې و ښنلې او یا په ډیره اندازه د پلاستیک په خوړو سره چې د هضم وړ ندی د دوی د مرګ سبب وګرځې"
عموماً د نهنګانو خوراک د سمندر نور لوی لوی ژوي وي ځکه دوي هم لوی او پیاوړي وي، خو د (کابودی پالوس) ساحل په غاړ ۳۳ فټه نهنګ د دي برعکس ډیر خوار او ډنګر مړ پروت وو.
ساینس پوهانو پیدا کړه، چې د ده په خیټه او کولمو کې د پلاستیک کڅوړې، د پلاستیکي جالي ټوټې، د پلاستیک د اوبو بوتلونه او نور بند پراته وه.
رسمي کسان وايي، چې نهنګ د نس په عفونیت اخته شوي وو چې peritonitis ورته وايي، نهنګ هغه څه خوړلي وو، چې هضم يې مشکل او د مرګ لامل يې شو.