
په ۱۹۳۸ میلادې کال کې سامسونګ د بازار موندني د یو شرکت په نوم د (لې بینګچل) له خوا تاسیس شو.
لې بینګچل ته دده د مفکورو په خاطر ډیرو لیونی ویل، ددی شرکت په لمړیو وختو کې ۴۰ کارکوونکی درلودو.
دي شرکت په لمړنۍ دری لسیزو کې د کشتیو، نساجې، بیمې او ځينو نورو برخو کې یې کار کول.
سامسونګ اوس د ۸۰ تر لاس لاندې شرکتونو یوه ټولګه ده، چې په ۸۵ هیوادونو کې تر څلور لکه ډیر کارکوونکي لري.
اوس سامسونګ په کشتې جوړونه، ساختماني، یخچالونو، ټلویزون، موبایل، کمپیوټر، مالي خدمتونو او درمل جوړونه کې مصروف دی.
په جنوبې کوریا کې د سامسونګ د سرطانې ناروغیو د درملنې مرکز د آسیا په کچه لوی مرکز دی.
سامسونګ په ۱۹۷۰ میلادي کال کې لمړی غیر رنګي ټلویزونونه جوړ کړل چې د خلګو له تود هرکلي سره مخ سو، او په ۱۹۸۸ میلادي کال کې په موټرو کې ګرځنده تلفن جوړ کړل چې دومره تود هرکلی یې ونه سو.
سامسونګ په کوریايي ژبه کې د دری ستورو په مانا ده، چې دا دری ستوري په کوریایې کلتور کې خاصه مانا لري.
سامسنوګ تر اوسه یو لک (۱۰۰۰۰۰) اختراعګانې کړي، یعنې د تخنیک او ټکنالوجۍ په نړۍ کې یو لک اختراعګاني د سامسونګ معنیوی ملکیت دی، چې دا شمیر د اپل، مایکروسافټ، ګووګل او ایل جې شرکتونو د اختراعګانو دوه برابره دي.
سامسونګ له ۱۹۸۰ تر ۱۹۹۰ میلادی کلونو الوتکی جوړولې، د جنوبي کوریا پوځ ته يې الوتکې جوړې کړي، حتا ځینې ماډلونه یې بهر ته صادرول خو اوس یوازې د الوتکو د انجین په جوړلو بسنه کړي.
ددي باوجود چې سامسونګ د اپل کمپنۍ تر ټولو لوی رقیب دی، خو د ایفون لویې پرزې لکه چیفسیټونه، رمونه او په دی ورستیوی کې سمارټ سکرینونه هم ورته جوړوی او اپل کمپنۍ ته یې تسلیموي.
که څه هم په جنوبې کوریا کې نور شرکتونه لکه ايل جي، هایونډا سته خو سامسونګ د کوریا د تولیداتو ۲۰٪ ناخالص سهم تشکلوي.
د نویمو لیسزو په لمړیو کې د سامسونګ شرکت اجرایوي رئیس کٌن ایلې ددی شرکت د ۵۰ میلیونو ډالرو محصولات چې ټلویزونو، ټلفونونه او د فکس ماشیونونه و، له بازار نه راټول کړل او وي سوځول ځکه په ښه کیفیت بازار ته نه وو وړاندي سوي.
په دوبې ښار کې د نړۍ تر ټولو لوړه ودانۍ د خلیفه برج او د مالیزیا په کولا لمپور ښار کې دواړه څنګ په څنګ لوړ برجونه هم سامسونګ جوړ کړي.