
روهي (څلورنۍ/۲۲ د وري)، د رويټرز خبري آژانس د خبر له مخې، څو ساعته وړاندې د يمن له خاورې څخه د سعودي عربستان په مرکز رياض درې بالستيک توغندي توغول شوي دي.
عيني شاهدانو رسنيو ته ويلي، چې د رياض په ښار کې يې د درېو چاودنو غږونه اورېدلي او هم دا ډول يې په هوا کې د توغنيزو بريدونو لوګي تر سترګو شوي دي.
د سعودي عربستان د دفاع وزارت ويلي، چې په رياض درې بالسټيک توغندې وتوغول شول، خو د سعودي ځواکونو له خوا په هوا چاودنې ورکړي شوي او موخو ته نه دي رسېدلي.
يوه مياشت وړاندې هم په يمن کې د ايران په ملاتړ حوثيانو جنګياليو په سعودي د توغنديو بريد کړی وو، چې سعودي وګړی په کې وژل شوی وو.