الجزایر کې د یوې الوتکې د لوېدو له امله ۲۵۷ تنه وژل شوي

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،وری۲۲مه) د الجزاير رسنيو د ورکړل شویو راپورونو له مخې، په دغه هېواد کې يوه نظامي الوتکه لوېدلې او په‌کې ۲۵۷تنه وژل شوي دي.
 
 
ویل شوي، چې په دې الوتکه کې پوځیان سپاره وو.
 
 
په وژل شويو کې د پوليساريو جبهې شپږويشت غړي هم شامل دي چې د لوېديځې صحارا لپاره له مراکشه خپلواکي غواړي.
 
 
تر اوسه پورې د الوتکې د لوېدو لامل نه دی معلوم شوی.
 
 
 
پخواني معلومات:
د الجزاير رسنيو لیکلي، چې د دغه هېودا يوه نظامي الوتکه لوېدلې او پکې تر سلو زیاتو سورلیو د وژل کېدو خبره شوې ده.
 
دغه الوتکه نن د الجزایر په باوفریق هوايي ډګر کې راولوېدلې ده.
 
ویل شوي، چې دغه نظامي ترانسپورت الوتکه وروسته څو شيبې له پورته کېدو راولوېده.
د راپور له مخې په دې الوتکه کې يو سل او پنځه کسان ووژل شول.