
روهي (څلورنۍ/۲۲ د وري)، په واشنګټن کې د پاکستان پخوانی سفير حسين حقاني خبرداری ورکوي، چې په سيمه کې له ترهګرو ډلو څخه د پاکستان د حکومت او پوځ ملاتړ به ناوړه پايلې رامنځ ته کړي.
حسين روحاني دغه څرګندونې د هندوستان په پلازمېنه نوي ډهلي کې کړي او خبرداری يې ورکړي، چې له ترهګرۍ څخه د پاکستان څرګند او ناڅرګند ملاتړ د پاکستان له راتلونکي له ګواښونو او ناخوالو سره مخ کولی شي.
نوموړي د پاکستان د پوځ په اړه ويلي، "ترهګريز ملاتړ د پاکستان لپاره مناسب دی، پاکستانيان به هغه وخت له خپل پوځ سره مينه او ملاتړ ولري، چې په سياست او ملکي کورنيو چارو کې لاسوهنه بند کړي."
حقاني د پاکستان په پوځ نيوکه وکړه، چې د ترهګرۍ څخه د ملاتړ په پايلو کې يې د پاکستان نوم په ډېپلوماټيک ډول د شرم وړ کړ او دغه هېواد يې د ترهګرو څخه د مالي ملاتړ کوونکو هېوادونو په خړ نوملړ کې شامل کړ.
حسين حقاني له ۲۰۰۸ څخه بيا تر ۲۰۱۱ پورې، د واشنګټن لپاره د اسلام اباد سفير وو او د پاکستان د حکومت او پوځ پر وړاندې د څرګندونو له امله د پاکستان سترې محکمې له انټرپول پوليسو غوښتنه کړي، چې نوموړي پاکستان ته تسليم کړي.