
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،وری۲۲مه) د الجزاير رسنيو لیکلي، چې د دغه هېودا يوه نظامي الوتکه لوېدلې او پکې تر سلو زیاتو سورلیو د وژل کېدو خبره شوې ده.
دغه الوتکه نن د الجزایر په باوفریق هوايي ډګر کې راولوېدلې ده.
ویل شوي، چې دغه نظامي ترانسپورت الوتکه وروسته څو شيبې له پورته کېدو راولوېده.
د راپور له مخې په دې الوتکه کې يو سل او پنځه کسان ووژل شول.