
روهي (څلورنۍ/۲۲ د وري)، په ملګرو ملتونو کې د روسيې سفير واسیلي نبنزیا ويلي، چې امريکا ته مو خبرداری ورکړی، چې په سوریې له بريد کولو څخه ډډه وکړي او که چېرې يې دغه کار تر سره له بدو پايلو سره به مخ شي.
نوموړي امريکا ته په خطاب کې ويلي، "زه له تاسو هيله کوم، چې له هغو طرحو او پلانونو لاس پر سر شئ، چې اوس يې په تياري اخته يی."
نبنزيا ويلي، چې که امريکا د سوريې د کيمياوي بريد په مقابل کې په پوځي غبرګون لاس پوري کړي او مسووليت به يې د امريکا پر غاړه وي.
په ورته وخت کې، په اروپايي ټولنه کې د روسيې سفير ولادیمیر چیژوف هم ويلي، چې په هر صورت وي امريکا بايد په سوريې د پوځي بريد څخه ډډه وکړي او په دې اړه مو دوی ته وړاندې خبرداری هم ورکړی دی.
بيا له بلې خوا، لويديځ متحدين وايي، چې په سوريې کې د تېرې نۍ شپې د کيمياوي بريد په ځواب کې، د سوريې پر وړاندې د پوځي اقداماتو په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.
د سوريې په دوما کې د کميياوي بريد په اړه، واشنګټن د سختې پرېکړې په درشل کې دی او په همدې پار ولسمشر ټرمپ او دفاع وزير مټېس خپل بهرني سفرونه ځنډولي دي.