
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،وری۲۲مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، پښتانه غواړي چې د پاکستان له حکومت سره خپلې ستونزې په محکمه کې حل کړي خو که داسې ونه شول، نو خپل شکایت به ملګروملتو ته ورسوي.
ښاغلي پښتین د پوځ او آی ایس آی له لوري د غیرقانوني نیونو، وژنو، ظلمونو، د ماینونو او ویجاړیو خلاف اواز پورته کړی او په همدې اړه یې ګڼې غونډې وربللې دي.
نوموړي ویلي، چې هڅه کوې تر څو تر خپله وسه ډېر خلک راغونډ کړي.
پښتون ژغورنې غورځنګ د یکشنبې په ورځ په پېښور کې یولک کسان راټول کړل خو پاکستاني رسنیو د دې سترې مظاهرې خبرونه او تصویرونه خپاره کړي نه دي.
پښتین لومړنی مشر دی چې په پاکستان کې د پوځ او استخباراتو پر ظلمونو په ډاګه نیوکې کوي.
پښتانه د پاکستان د ۲۰۷ ملیون وګړو په سلو کې ۱۵ تشکیلوي او له پنجابیانو وروسته دوهم ستر قوم دی.