د هوا له غبار څخه د اوبو جوړلو ماشین اختراع شو

روهي (څلورنۍ ۲۲ د وري)، د افریقا له لوې وچې څخه نيولي، بیا د سویلې امریکا تر غرونو پورې، د نړۍ په ډیرو وچو او بې اوبو سیمو کې؛ د اوبو د ټولولو یا جمعه کولو لپاره له یو ډول خاص جال، چې د یو ماشین په بڼه جوړ شوي کاراخستل کېږي، دا جال د هوا نم (لندوالي) راټولوي او د هوا غبار یا بخار د څښلو په اوبو بدلوي.

دا آله په هوا کې واړه د بخار ذرات خپل ځان ته را کاږي تر څو، د اوبو ذرو سره یوځاي شي او لوی څاڅکې ورڅخه جوړ شي، چې په پايله کې لاندې د جمعه کولو ذخیري ته ور بهیږي.

دغه الې تر اوسه پورې ډیرو اړو او مجبورو خلکو ته اوبه برابرې کړي او د هغوي اړتیا وې يې پوره کړې دي.

په دې ټکنالوژي باندې په کلونو کار شوی، چې اوسنی د کار وړ بڼه يې وړاندې شوې ده، خو لايي په نور پرمختګ کار روان دی.

اوس د وریجنیا تدریسې پوهنتون ياد ماشین ته نورانکشاف هم ورکړي او په نوي بڼه يي جوړ کړی دی. دوی وايي، چې دا نوې بڼه يې تر هغې پخوانۍ بڼې دری ځلې مؤثره ده. دوی زياتوي، چې مونږ ډاډمن یو ترڅو (هرپ harp) به په راتلونکي کې ان د بزګرانو د فصلونو او باغونو لپاره د خړوب اوبه ذخیره ګړي او بزګر به په عملي توګه ترې ګټه واخلي.
ښاغلی جونتان بوریکو یو تن څیړونکي د وریجنیا له تدریسي پوهنتون څخه ویلي، چې مونږ له ډېر وخت څخه دا موخه درلودله، چې د دې ماشین پخواني بڼه په موډرنه او مؤثره بڼه بدله کړو او وکولی شو، چې د یوې مؤثرې آلې په واسطه د هوا له غبار څخه په کافي اندازه اوبه تر لاسه کړو او د خلکو ضرورتونه ته په اسانه او ارزانه سره ځواب کړو؟