مصر کې محکمې په ۳۶ زندانیانو د اعدام حکم صادر کړی

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،وری۲۲مه) راپورونه کاږي، چې د مصر په مرکز قاهرې کې پوځي محکمې په ۳۶ کسانو د اعدام پریکړې کړې ده.
 
ویل شوي،چې دې کسانو مصر کې په کلیسا د بمي چاودنو په تور محکوم شوي وو.

د محکمې معلوماتو له مخې، تورنو باندې یو تور دا هم و چې په پوله ساتونکو پولیسو يې په ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په میاشت کې هم برید کړی و چې ۸ پوله ساتونکې پولیس پکې وژل شوي.
 
محکمه به د مصر له مفتي رایي اخلي او خپله وروستۍ پریکړه به کوي.