
روهي (څلورنۍ/۲۲ د وري)، د عربي متحده اماراتو په دوبۍ ښار کې، د جيورا په نوم يو طلايي رنګه هوټل، په نړۍ کې د تر ټولو لوړ پوړيز هوټل رسمي رېکارډ خپل کړي.
دغه هوټل ۷۵ پوړونه لري او د ځمکې له سطحې څخه يې لوړوالی ۳۵۶،۳۳ متره ښودل شوی. جيورا هوټل په دننه کې څلور نور رسټورانټونه جوړ شوي دي.
ياد هوټل د مېلمانو لپاره ۵۲۸ خونې لري او له دې سربيره، د لمبو وهنې لپاره ډنډ، ورزشي او روغتايي کلپونه او ورته نورې ډېری اسانتياوې په کې برابرې شوې دي.
د جيورا هوټل مسوولينو وايي، "زمونږ مېلمانه د خوب لپاره د يوه ښه ځای، غوره خوراک او نورو سهولتونو په لټه کې دي. زمونږ هوټل د دوبۍ ښار په مرکزي برخه کې موقيعت لري او د ګاونډ د نورو پنځه ستوريزو هوټلونه په پرتله غوره چوپړ وړاندې کوي."
له دې وړاندې په نړۍ کې د ترټولو لوړ هوټل رېکارډ د (J W Marriott Marquis Dubai) په نوم يو بل هوټل جوړ کړی وو، چې لوړوالی يې د ځمکې له سطحې څخه ۳۵۵،۳۵ متره وو. جيورا هوټل نېږدې د يو متر زيات لوړوالي په توپير سره د J W Marriott Marquis Dubai هوټل رېکارډ مات کړ.