نظر ماتی


ته پوهيږې سپيلنيه !
چې ستا قدر څومره ډير دی
هم په کلي
هم په ښار کې
تا خو ساتي هر څوک ياد کې
چې مورکۍ سترګې خوږې شي
که په زوی وي
که په ورور وي
انديښنې يې شي په زړه ډيرې
هله پاڅيږي له ويرې
ﻻس را ډک له سپيلنو کړي
تاو را تاو يې کړي له ټولو
بيا يې ځای په سرو لمبو کړي
هلته وخاندم ، زه شنه شم
زړه کې وايم سپيلنيه
که هر څو، ته قدرمن شې
بې له مايې ته نيمګړی
زه سپرغۍ يم
زه لمبه يم
دا چې زه دې په خپل زړه کې
لولپه او لوګی نه کړم
وايه ته په ګوښي ځان
دهغه ښکلو ښايستوکو
نظرماتی به شې څنګه ؟