امریکا پر پاکستاني ديپلوماتانو محدودیتونه وضع کړي

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،وری۲۲مه) د رسنیو راپورونه له مخې، امریکايي چارواکو پاکستاني ډېپلوماتانو ته ویلي، څو په واشنګټن او نورو ښارونو کې له څلوېښت کلیومتره اضافه سفر و نه کړي.
 
د ورکړل شویو راپورونه پر بنسټ دا محدودیتونه به له مې میاشتې عملي کېږي.
 
 دا په داسې حال کې ده، چې د ټرمپ اداره پاکستان د ترهګرو ملاتړی بولي نو له همدې امله یې پر دغه هېواد ځينې فشارونه پيل کړي دي.