ځايي سندرغاړې (ثمینه) په هوايي ډزو کې ووژل شوه

روهي (څلور نۍ/۲۲ د وري)، د پاکستان په سيند ايالت کې پوليسو وايي، چې د ثمینه سیندو په نوم يوه ځايي سندرغاړې د خوښۍ په مراسمو کې بلل شوه او د هوايي ډزو له امله وژل شوې ده.

پوليسو ويلي، چې پښه د سېند ايالت د (کنګنا) په نوم يو کلي کې تېره شپه رامنځ ته شوې ده.

په کنګنا کلي کې ديو کورنۍ د نارينه اولاد د سنتولو لپاره د خوښۍ مراسم نيول شوي، چې د موسقيۍ د پروګرام لپاره ثمينه هم دعوت شوې وه.

ثمينه په پروګرام کې د سندرو په ويلو بوخته وه، چې په بهر کې د خوښۍ هوايي ډزې کېدلې او يوه ګولۍ په نوموړې لګېدلي او وژل شوې ده. پوليسو د پېښې په اړه تورن کسان نيولې دي.

د افغانستان او پاکستان په يو شمېر سيمو کې، د وادونو او خوښۍ په مراسمو کې هوايي ډزې تر سره کيږي، چې په پايله کې يې مرګ - ژوبله رامنځ ته کوي.