د عالمانو کنفرانس کې د پاکستانيو عالمانو ګډون مهم دی

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،وری۲۲مه) د افغانستان د سولې عالي شورا مسوولینو ویليؤ چ« د اسلامي نړۍ د عالمانو په کنفرانس کې د پاکستاني عالمانو ګډون مهم دی.
 
ددغې شورا ویاند سید احسان طاهري ویلي، چې د اسلامي نړۍ د عالمانو د کنفرانس لپاره بحثونه روان دي.
 
د نوموړي په باور، افغانستان د اسلامي نړۍ د عالمانو د کنفرانس د ترسره کېدو لپاره چې یا به‌یې کوربه وي یا به په سعودي کې وشي یو لړ هڅې کړې دي.
 
د سولې عالي شورا تمه ښودلې چې پاکستاني عالمان دغه کنفرانس لپاره چمتووالي وښيي.