
روهي (درې نۍ/۲۱ د وري)، د شمالي کوريا مشر کېم جونګ اون له اوږد ځنډ وروسته د امريکا متحدو ايالتونو د ولسمشر دونالډ ټرمپ د خبرو د وړانديز په اړه خپله چوپتيا ماته کړه.
تېره ورځ د شمالي کوريا دولتي رسنيو خبر ورکړ، چې ښاغلي اون د سويلي کوريا له مشرانو سره له خبرو وروسته تياری نيولی، ترڅو له امريکا سره د ياد هېواد د ستونزو په اړه خبرې تر سره کړي.
د تېرې دوه نۍ په ورځ ولسمشر ټرمپ ويلي وو، چې هيله لري ترڅو د مې مياشتې په وروستيو او يا هم د جون په لومړيو ورځو کې، له کېم جونګ اون سره وګوري او ستونزې د خبرو له لارې سره حل کړي.
په سويلي کوريا کې دژمنيو المپيک لوبو په پار، د لومړي ځل لپاره د شمالي کوريا لوبغاړي جنوبي کوريا ته لاړ، ورپسې کېم جونګ اون په خپله سويلي کوريا ته سفر وکړ او اوس تمه ده، چې په نېږدې راتلونکې کې به، ولسمشر ټرمپ او کېم جونګ اون لېدنه تر سره کړي.