مټېس: امریکا له قطر سره نږدې اړیکې لري

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،وری۲۱مه) د امریکا دفاع وزیر جنرال مټېس ویلي، چې دوی له قط سره نظامي اړیکې پیاوړې کوي.
 
له امیر تمیم بن احمد سره تر لیدنې وروسته ویلي شوي، چې قطر او امریکا په سیمه کې به د ثبات او امنیت د ساتلو لپاره خپلې همکارۍ ډېرې کړي.
 
ښاغلي جیمز متیس زیاته کړې، قطر او امریکا ښه ملګري دي .
 
د نوموړي په خبره په منځني ختیځ کې د امنیت او ثبات لپاره د قطر او امریکا اړیکې خورا مهمې دي.