
روهي (درې نۍ/۲۱ د وري)، د ايران ولسمشر حسن روحاني امريکا ته ګواښ کړی، چې که چېرې امريکا د ۲۰۱۵ ز کال د اټومي هوکړې څخه په شا شي، نو داسې ځواب به ورکړي، چې دوی وړاندې فکر هم نه وي کړی.
نوموړي زياته کړي، "ايران به د ۲۰۱۵ ز کال له اټومي هوکړې شاته نشي، خو که چېرې امريکا دغه پرېکړه او تړون مات کړي، نو بيا به نه جبراندونکي پېښمانتيا له ځان سره ولري."
حسن روحاني دغه څرګندونې تېره ورځ د ايران د ملي اټومي ټېکنالوژۍ په ۱۲ مه کليزه کړي او ګواښ کړی، چې د ايران سخت ځواب به د يوې اونۍ په دننه کې وي.
څه وخت وړاندې د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر دونالډ ترمپ له ناټو او اروپايي ټولنې څخه غوښتنه کړې وه، چې له ايران سره د ۲۰۱۵ کال اټومي هوکړې څخه پر شا شي او پر دغه هېواد دې نوي بندېزونه زيات کړي.