ستوري ډيردي کاش ته ستوری دسباشې
دتيارولـــــــــــــــه منځ راووزې را پيداشې
چې راتګ دې دسباســـــــــهارشي زيری
هم په تګ الــــــــــــــهام دورځې درڼاشې
چې مايوس وي له خپل بخت هيلې يې مړې وي
هغــــــــــوزړولــــــــــره اميدشـــــــې تمـــــــــــناشې
دحالاتوپه ګـــــــردوکـــــې لاره ورکــــــو
لالهاندوقافلــــــوتــــــــــه رهنمـــــــاشې
ديتيم اوښکې دسترګوکړې ورپاکې
کونډو ،رنډو اوغریب دلاس عصاشې
(منتظره ! )کړی ژوند دې ضايع بولــــه
که له مرګــــه پس ژوندی نه وې پناشې
منتظرمسيد
۲۴/۱۱/۰۷
پېښور- پښتونخوا
وروستي