شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر مسکو ته تللی

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،وری۲۱مه) راپورونه کاږي، چې د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر ري یانګ هو تیره ورځ مسکو ته په یوه رسمې سفر تللی دی.

ویل شوي، چې ري یانګ هو د ترکمنستان له لارې د یوې مسافر وړونکې الوتکې په واسطه مسکو ته رسیدلی، چې هلته به د روسیې د لوړ پوړو چارواکو سره وګوري.

روسیې کې بهرنیو چارو وزارت مسوولینو ویلي، چې د سه شنبې په ورځ سرګي لاروف د شمالی کوریا د سیال وزیر سره ویني.
 
د یادونې وړ ده چې دوه اونۍ وړاندې د شمالې کوریا ولسمشر د چین سفر وکړ او د چین له ولسمشر سره یې ولیده، شمالي کوریا او د امریکا اړیکي د مودو راهیسي خرابی دي، اوس تمه کیږي چې د دواړو هیوادونو ولسمشران په راتلونکې میاشت کې ملاقات کوي ښی شي، امریکایې چارواکو ویلي، چې شمالي کوریا دې ته تیاره ده چې له اټومي وسلو لاس واخلي.