ځوانانو ویښ شئ!

کله چې څوک د افغانستان تاریخ مطالعه کړي، نو دا فکر به وکړي چې ګویا افغانانو د جنګ او جګړو نه بل هیڅ کار نه دی کړی، زموږ ټولو مشرانو توره په لاس د جنګ میدان همېش ګرم ساتلي او دښمن يي له ټاکلي دایرې څخه د توري او ټوپک په زور نه دی را پریښي؛ دا د دوي میړانه وه چې تل به ئي بریا راوړه.

مګر که موږ د خپلو ځانی او مالي قربانېو تر څنګ خپلې میړانې ته ځعلنده (ژور) نظر وکړو، نو له بده مرغه موږ تر اوسه په دی نه یوو توانیدلي چې په هوسا او ارامه ډول خپل ژوند ته دوام ورکړو. زموږ مشرانو ددې تر څنګ چې په جنګي ډګر کې بریاوې په خپلو نومونو ثبت کړي دي، خو سیاسي ډګر یې بیا تل بایللی دی؛ نو اوس د ځوانانو وار دی، تاسې ویښ شئ، خپله انرژي پکار واچوئ، لکه څرنګه چې پخوانیو په جنګي ډګر کې دښمن ته ماته ورکړې ده.

ځوانانو؛ باید نن په غټو حوصلو او د غښتلې ارادې په درلودلو سره د تېر په څېر نه؛ خو باید په نوي بدلون خپل سیال ته په علمي او سیاسي دګر کې ماته ورکړو. له ښه مرغه زموږ افغان ځوانان ښه او پیاوړي استعدادونه لري، خو له بده مرغه چې کله یې هیواد د بډایه زېرمو خاوند وي، بیا یې هم وګړي نشي کولای چې ددغه کاني زیرمو څخه څنګه استفاده وکړي؟

ځیني ځوانان هم شته چې د وخت په تېرېدو سره بیا وروسته یوازې د افسوس کلمې له کارولو پرته نور هېڅ په واک کې نه لري، له دومره تېروتنو سره سره بیا هم ځوانان د فکر په ټال زانګي، همدا ځوان د راتلونکي ولس رهبر ګڼل کیږي. ځوان ته پکار ده چې خپل شخصیت په بشپړ ډول وپیژني او خپل راتلونکی مسوولیت په دقت سره درک کړي.

ای ځوانانو! د غفلت خوبونه پریږدئ، د لټۍ څادر له غاړی لرې کړئ، د هیواد د سمسورتیا او ښیرازۍ لپاره خپلې مټي راونغاړئ؛ تر څو د یو ځوان په حېث د خپلې خاورې لپاره د خدمت ریښتنی مصدر وګرځې. دا د ځوانانو دنده او مسوولیت دی چې خپل ولس ته د ارامه او د هوسا ژوند تېرولو زمینه سازي وکړي.