دوې شېبې

ګوره د ژوند دوې شېبې مې هېڅکله له یاده نه وځي
اسماء لږ نوره هم ورنږدې شوه غاړه یې تازه کړه له حامد څخه یې وپوښتل:
کومې شېبې؟!

دمه یې ونیوله، وه شرمېدو، مخ یې ور څخه واړلو، چپ لاس یې په ولي ورکېښود، وه یې خوځولو، حامد لا په خیالي دنیا کې غرق پرق لاړو، د اسماء زړه طاقت و نه کړ په ورانه یې ورو چونډي (چیچ) ور کړ، ولي یې پورته وغورځول لا ګونګی پاتې وو چې اسماء زیاته کړه:
خو ووایه!
خوله یې خبرو ته جوړه کړه، کله یې چې سترګې په دې کې خښې کړې، مړې اوښکې یې په اننګو راماتې شوې، زړه ته یې ورنږدې کړ، خپله چمبه یې په مخ ورتېره کړه، ټکری یې باد یوړو، ګڼ ويښتان یې په مخ خواره واره شول، خپلې څلور ګوتې یې په شونډو کېښودې، سترګې یې په حامد کې ګنډلې وې، مچو یې ترې واخېسته، ویې ویل:

ـ څه خبره ده زاري به درته وکړم
سل زړونه یې سره یو کړل، په خبرو یې پیل وکړ، د ګڼو کسانو غږ شو، غلی دواړه کښېناستل، له وهمه یې سا نه اېسته، د سپیو غپ غوپ هم زیات شو، د اوازنو انګازه وروـ ورو ورکېده، غوږ یې ونیولو، چې له لرې نه باد غږ را وړو، ورته یې وویل:

ـ مننه کوم له باد څخه چې هینداره یې دورغجنه کړه
ـ ولې؟

ـ وخته څومره ښه ښکارېدې اوس ګوره
په غاړه کې یې لاسونو ور واچول ورته یې وویل:

ـ ته اوس ځان مه غلطوه د زړه خبره دې راته وکړه
ـ سمه ده

جیب ته یې لاس کړ، سګریټ یې بل کړو، شاته یې وکتل، چې سګریټ یې له ګوټو کش شو، تر خپله پښه لاندې یې کړو، لاس یې دده په ولې کېښود، ور نږدې شوه، سر یې وخوځولو، تار پیکي پې په مخ راخور شو، شونډه یې تر غاښ لاندې کړه، په مخ یې لاس ورکېښود، مخ یې ور نه واړولو، د لاس چاپ یې ددې په مخ کې پاتې شو، په تندي کې یې ګونځې ښکاره شوې ورته یې وویل:

ـ راته وایي که ولاړه شم
هیڅ زړه یې نه کیدلو چې له څنګه یې جدا شي، سات ته یې وکتل وخت نه وي ورته یې وویل :

ـ اوله خبر مې دا وه چې په لومړي ځل کتو دې ژوند راکړو

ورته یې وخندل:

ـ ښا هغه بله کومه خبره ده

ـ کله دې چې بیرته خدای پاماني راڅخه کوله، و د ژړولم او مرګ پولې ته د ورنږدې کړم. (پای)