
ټولو ته سلامونه او نیکې هیلې !
دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د راتلونکې شنبې ورځې په غونډه کې دمیرمن بهیر دغړې لیکوالې او شاعرې لیمې نیازۍ لنډه کیسه ،کره کتنې ته وړاندې کیږي .
آغلې فریبا سوله مل به په دغه کیسه لیکلې کره کتنه اوروي .
ټولې خویندې به د ورکړل شویو دندو په اړه وروستي رپوټونه وړاندې کوي .
په غونډه کې دمیرمن بهیر غړې آغلې عزیزه افغاني د ورسپارل سوې موضوع په اړه لکچر وړاندې کوي .
دژورنالیزم دکورس په برخه کې به دژورنالیزم استاد خپل برابرسوی لکچر وړاندي کوي .
دغه غونډه او دمیرمن بهیر نورې اوونیزې غونډې د پوهنې وزارت په پنځم پوړ کې د پوهنې په کلوپ کې دشنبې ورځې په یوه نیمه بجه جوړیږي .
دغه رازپه غونډه کې په نورومهمو کاري مسلو هم خبرې کیږي اوپه پای کې ازاده مشاعره کیږي . هیله ده په خپل وخت تشریف راوړﺉ .
په درنښت
وخت: شنبه،یوه نیمه بجه،دپوهنې وزارت تالار
دمیرمن کلتوري ټولنیز بهیر دارالانشآ