
روهي (دوه نۍ/۲۰ د وري)، عراقي رسنيو خبر ورکړی، چې د عراق د کرکوک په دښتو کې يې، د داعش ډلې د مشر ابوبکر البغداي نېږد کس او سلاکار، چې (د بغدادي په ښی لاس) يې شهرت درلود وژلی دی.
ابو ولید الشیشاني د داعش ډلې له هغه لوړپوړو کسانو له ډلې څخه وو، چې په عراق، سوريې او د نړۍ په نورو هېوادونو کې يې د داعش جنګياليو عمليات رهبري کولو او په دې اړه يې ابوبکر البغدادي ته مشورې ورکولې.
عراقي ځواکونو ادعا کړي، چې د ابو ولید الشیشاني له وژنې سره يو ځای يې، داسې نور سندونه هم تر لاسه کړي دي، چې د يادې ډلې د مهمو کسانو په اړه مالومات په کې موجود دي.
د ابو ولید الشیشاني د وژنې په اړه، تر اوسه داعش وسلوالې ډلې له رسنيو سره څه نه دی شریک کړي.